10/05/2025
Manzoor Ahmad Pashteen
خپل پښتون ملت ته یو پیغام.
بیخي نن ورځ هم د پښتون وطن حالات دا دي چې یو ځل بیا په خیبر تیراه کې د پاکستان پوځ پر عام بېګناه پښتنو خلکو مارټر شیلونه ویشتي، چې له امله یې یوه پښتانه تورسرې شهیده شوې ده.
بلخوا په شمالي وزیرستان، میرعلي کې د پاکستاني پوځ له لوري پر ځائي کلیو د ډرون کامرې له لارې بمونه غورځول کیږي ، چې په نتیجه کې یوه پښتانه تورسرې ټپي شوې ده.
په جاني خېل، بنو کې د پاکستاني پوځ له خوا د شهید شوي پښتون پلار او لور ، د هغي پلار له جسد سره احتجاجي پرلت روان دی.
په ټانک کې د پاکستان له لوري پر جومات د برید په غبرګون کې د شهید شویو بېګناه پښتنو ځوانانو لپاره احتجاج کیږي.
په بنو میریان کې یو ټیچر فرمان الله لادرکه دې او لس ورځې کیږي چې هلته تر نن ورځ پورې احتجاجي پرلت ناست دې.
کرمه د څو میاشتو راهیسې په ستونزو کې تر نن ورځ پورې بنده پراته ده.
حاجي عبدالصمد، علي وزیر، ملک نصیر افریدي او داسې نور پښتانه مشران او ځوانان له ډېرې مودې راهیسې د پاکستاني ریاست لخوا بېګناه بنديان شوي، او تر ننه پورې هم بندیوان دي.
په داسې ورځو کې چې د هند او پنجاب تر منځ واقعات کېږي، رسمي او غیر رسمي میډیا چینل، زیاتره سیاسي تنظیمونه، بااثر شخصیات یا خو د پنجاب سره شاڼه بشاڼه شول، یا غلي شول، خو برعکس پي ټي ایم مسلسل یواځې او يواځې پر خپل پختون وطن روان ظلم او جبر پر ضد خبره وکړه. د باجوړ نه راواخله تر خیبر تیراه، بنو، ټانک او وزیرستان پورې، د پښتنو ماشومانو په وینو سره مخونه، د پاکستاني پوځ په مرمیو پرې پرې د پښتنو د تورسرو وجودونه، د سپینگیرو او ځوانانو په وینو سره لت پت لاشونو پر ضد پي ټي ایم غږ پورته کوي، تر څو خپل ملت او نړۍ د خپلو پښتنو په غم او درد خبره کړي. او په میدان کې هم د احتجاج په بڼه بوخت دي، لکه د بنو پرلت او د ټانک احتجاج، تر څو خپل اولس په عملي توګه د مظلوم ملت د درد لپاره راټول کړي.
خو په داسې حال کې، د پاکستاني پوځ ټولنیز رسنیز کسان، او په پښتنو کې د هغوی ملاتړي، نه یوازې دا چې پښتانه د پردیو ملاتړ ته هڅوي، بلکې د پي ټي ایم خلاف دروغجنه پروپاګند هم خپروي، تر څو پښتون ملت د پي ټي ایم له ملګرتیا څخه لیرې کړي او د نورو وطنونو په کیسو پسې يې ملګرئ کړي.
خو موږ په خپل ځورېدلي، دردېدلي اولس باور لرو چې د پاکستاني میډیايي شور او د هغوئ سوشل میډیا کمپاینونه نور نشي کولای چې پښتانه د خپل ړنګ وطن، ړنګو کورونو، بازارونو، مظلومو شهیدانو او زخمیانو له درد څخه بېخبره کړي یا ئي د بل چا ملاتړي جوړ کړي.
په خپل تاریخي کلیو، بانډو او ښارونو کې د ظلمونو او وحشتونو لاندې ساتل شوې زما مظلوم ملته.
د خپل مظلوم ملت او د مظلوم ملت ترجمان تحریک پي ټي ایم د ملګرتیه په هکله پر تاسو دومره باوري یمه چې حد نلري.
د لسیزو راهیسې په پښتنو وحشتونه کوونکې پاکستاني ادارې که هر څومره هم دروغجنې پروپاګندې خپروي، ظلم، جبر، وحشتونه او کمپاینونه کوي، بیا به هم پي ټي ایم د خپل ملت په دفاع کې ولاړ وي او چې هر څومره وس مو درلود، هغه به د دوی د ظلم پر ضد او د مظلوم پښتون ملت په ملاتړ کې کاروو.
په دې حالاتو کې پر خپل مظلوم ملت غږ کوو چې د خپل مظلوم پښتون ولس سره ودریږي، د ظلم پر وړاندې روان لاریونونو او د دوئ د قلعو مخې ته روان احتجاجي پرلتونو (جانی خیل، بنو او میریان بنو) کې برخه واخلئ. که دا درته ممکن نه وي، نو په رسنیو کې ورته کمپاین وکړئ، او که دا هم ممکن نه وي، نو لږ تر لږه د ظالم او ظلم ملاتړي مه جوړیږئ؛ دا هم تر یو څه حالتونو بهتره ده.
خپل مظلوم ملت ته مینه او سلام.