Afghan Cricket Update

Call Directions

Afghan Cricket Update زمونږ هـدف کــرکټ ته کار کول دي

مونږ دا نه وايوو چې ولئ درويش لری شوی .چا لری کړ او چا ندی لری کړی په دې هم نه غږيږو خو حقيقت دا دی چې په وروستيو کې د ا...
10/05/2026

مونږ دا نه وايوو چې ولئ درويش لری شوی .
چا لری کړ او چا ندی لری کړی
په دې هم نه غږيږو
خو حقيقت دا دی چې په وروستيو کې د افغانستان ټول توپ وهونکي ناکامه وو
نو بيا ولئ يوازی درويش رسولي هدف وګرځيده
پرته له عظمت هيڅ توپ وهونکی ښه نه و
همدا دې کرکټ بورډ ثابت کړي
کيسه خلاصه !

سرچېنهدرويش رسولي په دې بهانه له دواړو لوبډلو ډراپ شوی چې ګنې لوبډلمشرانو ابراهيم ځدراڼ او رحمت شاه لوبډله کې نه غوښته.
10/05/2026

سرچېنه

درويش رسولي په دې بهانه له دواړو لوبډلو ډراپ شوی چې ګنې لوبډلمشرانو ابراهيم ځدراڼ او رحمت شاه لوبډله کې نه غوښته.

فرمان‌الله صافي په کورني کرکټ کې دومره تاو راتاوو شو چې حد پرې تمام دی!په دې ځوان باید تر دې دمه په نړۍوال کرکټ کې ډېر ز...
10/04/2026

فرمان‌الله صافي په کورني کرکټ کې دومره تاو راتاوو شو چې حد پرې تمام دی!

په دې ځوان باید تر دې دمه په نړۍوال کرکټ کې ډېر زیات او مسلسل باور شوی وای. نه پوهېږو ستونزه چېرته ده چې لوبډله کې په دومره پراخو بدلونونو کې یې هم ځای نه جوړ نشوو.
کله چې داسې کړنې سړی ویني، فکر ورسره پیدا کېږي چې خدای مه کړه کومه بله ستونزه خو به نه وي؟ مثلاً یو څوک وایي: «زه چې یم محمود، په والله که رانه لاس تاو کړي!»

د صافي په اړه ویل کېدل چې نوبت به یې راشي ، په ده کمبخت لکه چې د جاپان د اېشین ګېم چکر په نړۍوال نوبت حساب شوو!!!

هیله ده د کرکټ بورډ ټاپ منیجمنټ د دې ځوان پر راتلونکي او تیاره برخلیک له سره جدي فکر وکړي. صافی یو تیار نړۍوال لوبغاړی دی؛ خدای مه کړه د داسې بې‌باورۍ او پرله‌پسې نادودو له امله یې زړه مات شي او د کرکټ کېریر یې د ګړنګ پر لور ولاړ شي.

پیره، زیاتی خو ورسره کېږي؛ او هغه هم ښه سم زیاتی!

فکر کوئ ملي لوبډلې ته غوراوی په کورنيو لوبو کې د کارکردګۍ په اساس کيږي؟بهير محبوب د بنګله‌دېش او زيمبابوې په وړاندې د ټا...
10/04/2026

فکر کوئ ملي لوبډلې ته غوراوی په کورنيو لوبو کې د کارکردګۍ په اساس کيږي؟
بهير محبوب د بنګله‌دېش او زيمبابوې په وړاندې د ټاکل شوو لوبغاړو په احتیاطي لېسټ کې دی او رحمن الله ځدراڼ په اصلي نوملړ کې شامل شوی، په داسې حال کې چې دواړه په ميډل ارډر کې لوبيږي.

يادونه: په عکس کلېک وکړئ او د دواړو لوبغاړو د سږني فرسټ کلاس لوبو ريکارډ هم وګورئ.

د کرکټ جنون!دا د کنړ دره فیج ولسوالۍ کې د کرکټ د فاینل سیالۍ ده.کنړ ولایت کې د کرکټ ډېر لوی استعداد پروت دی، خو کرکټ بور...
10/03/2026

د کرکټ جنون!
دا د کنړ دره فیج ولسوالۍ کې د کرکټ د فاینل سیالۍ ده.

کنړ ولایت کې د کرکټ ډېر لوی استعداد پروت دی، خو کرکټ بورډ ورته هیڅ توجو نده کړی.

دروېش رسولي چې په لېسټ‌ اې او فرسټ‌ کلاس کې د صديق اتل کابو دوه چنده غوره ريکارډ لري ډراپ شوی مګر صديق اتل لا هم د سکواډ...
10/01/2026

دروېش رسولي چې په لېسټ‌ اې او فرسټ‌ کلاس کې د صديق اتل کابو دوه چنده غوره ريکارډ لري ډراپ شوی مګر صديق اتل لا هم د سکواډونو برخه دی. درویش رسولي په فرسټ کلاس کې لس سلیزي لري خو صدیق یوه هم نلري، خو بیا دې هم ټسټ لوبوي او درویش تر اوسه یوه ټسټ لوبه نه لوبولي. درویش په لیسټ اي کې ۱۰ سلیزې لري خو په اتو کالو کې یې ۳ یو ورځنۍ لوبې ورکړي.

دا چې کرکټ بورډ څنګه درویش د مینوال په سترګو کې خراب لوبغاړی معرفي کړ په دې باندې تفصیلي خبري کوم.

افغانستان او پاکستان یو ځل بیا یو ګروپ کې دي.
10/01/2026

افغانستان او پاکستان یو ځل بیا یو ګروپ کې دي.

والله، بالله، په دې وروستیو کې که له فیصل، عمران او فرمان نه چا زیات پرفام کړې وي، مخ مې را تور کړئ!قسم په الله، نه مې  ...
10/01/2026

والله، بالله، په دې وروستیو کې که له فیصل، عمران او فرمان نه چا زیات پرفام کړې وي، مخ مې را تور کړئ!

قسم په الله، نه مې قومي اړیکه ورسره شته او نه هم زما د ولایت دي؛ خو افسوس راځي چې دوی ته ولې د مخکې تګ فرصت نه ورکول کېږي؟ حال دا چې کلونه، کلونه یې غرونه غرونه رنزونه په هر فارمټ او هر ټورنمنټ جوړ کړي دي.
بلخوا، په همدې سکواډونو کې زه داسې لسګونه لوبغاړي درته په ګوته کولی شم چې کلونه، کلونه په درې واړو فارمټونو کې په شخ بریت لوبېږي، خو نه کېنول کېږي او نه هم ترې دا پوښتنه کېږي چې دوی په کوم معیار او د کوم اساس له مخې لوبډلې ته انتخابېږي.
خو چې هر نوملړ وګورئ، له میراثیانو، زورواکو او پستو به ډک وي.
د خدای ووېرېږئ!

نن محمد شهزاد په په فرسټ کلاس کې هغه وخت په ۲۶ بالونو چټکې ۴۶ منډې وکړی چې د بنګله دېش په وړاندې د يوازينی ټيسټ لوبې کمپ...
09/28/2026

نن محمد شهزاد په په فرسټ کلاس کې هغه وخت په ۲۶ بالونو چټکې ۴۶ منډې وکړی چې د بنګله دېش په وړاندې د يوازينی ټيسټ لوبې کمپ لپاره ونه غوښتل شو
نوټ : د روان فرسټ کلاس تر ټولو مخکښه منډه جوړونکی دی
او پر ځای به ئی افسر ځاځی ولوبيږي
راتلونکي پنجشنبه دغه لوبډله متحده عربی اماراتو ته ځي

محمد شهزاد د بنګله دیش خلاف د ټیسټ لوبې کمپ ته په داسې حال کې نه دی انتحاب شوی چې د روان فرسټ کلاس سیالیو کې ترټولو زیات...
09/28/2026

محمد شهزاد د بنګله دیش خلاف د ټیسټ لوبې کمپ ته په داسې حال کې نه دی انتحاب شوی چې د روان فرسټ کلاس سیالیو کې ترټولو زیات رنز جوړونکی دی.
بلخوا د نوموړی پرځای افسر ځاځی غوره شوی چې په فرسټ کلاس سیالیو کې د شهزاد درېمه برخه رنزونه هم نه دي جوړ کړي.

Address

New York, NY
1008

Telephone

+93785382513

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Cricket Update posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category