18/06/2025
نن د یوسفزۍ نړیوالې جرګې سندهـ وفد د صوبائي صدر عبدالستار خان یوسفزي پۀ مشرۍ کښې د سابقه صوبائی وزیر عرفان الله خان مروت صیب سره ملاقات اوکړو. ملاقات کښې د یوسفزۍ نړیوالې جرګې پۀ اغراض او مقاصد خبرې اترې اوشوې عرفان الله مروت صیب جرګې له یقین دهاني ورکړه چې څومره زما نه کیږي زۀ به ستاسو ملګرتیا او مرسته کوم.جرګې هم دا خبره پۀ ګوته کړه چې زمونږ مقصد اول خپل کور سمول دي او ورپسې هره قبیله زمونږ د پاره مقدسه ده او مونږ به د هغوۍ مشرانو سره وخت پۀ وخت ملاقاتونه کوؤ او د هغوۍ د تجربو نه به زدکړه کؤو.
وفد کښې صوبائی صدر عبدالستار خان یوسفزۍ سرپرست اعلا علی نواز خان یوسفزۍ.سیکرټري اطلاعات سرورشمال.محمد زیب خان یوسفزۍ.منظور خان یوسفزۍ بلال صیب او اجمل خان شریک وو.
سرور شمال
سیکرټري اطلاعات
یوسفزۍ نړیواله جرګه
سنده