17/05/2026
ګرانو وروڼو!
قلعہ عبدالله یوه زرعي سیمه ده. زموږ د خلکو ډېره تکیه پر کروندې او مالدارۍ ده، خو د اوبو کمښت زموږ د ولس لپاره لویه ستونزه جوړه شوې ده.
هر کال بارانونه کېږي، خو اوبه ضایع کېږي او زموږ ځمکې وچې پاتې شي.
که د ماچکے ډیم جوړ شي، نو دا اوبه به ذخیره شي او زموږ زرګونه جریبه ځمکه به خړوبه شي.
موږ له سرکار څخه په درناوي غوښتنه کوو چې:
د ماچکے ډیم پروژه ژر پیل کړي،
د سیمې د خلکو د اوبو ستونزه حل کړي،
او د قلعہ عبدالله د پرمختګ لپاره عملي ګامونه واخلي.
دا ډیم به یوازې اوبه نه ذخیره کوي، بلکې:
د خلکو روزګار به ښه کړي،
زراعت به پیاوړی کړي،
د غربت کچه به راکمه کړي،
او زموږ ځوانانو ته به د کار موقعې برابرې کړي.
ګرانو دوستانو!
هغه قومونه پرمختګ کوي چې حکومت او ولس په ګډه د ابادۍ لپاره کار وکړي.
موږ د جګړو، بدامنۍ او محرومۍ نه ستړي شوي یو؛ اوس موږ تعلیم، پرمختګ او ابادي غواړو.
راځئ په یو آواز ووایو:
“موږ ته د ماچکے ډیم راکړئ!”
“موږ د خپل ولس د اوبو حق غواړو!”
“قلعہ عبدالله ته پرمختګ غواړو!”
الله تعالی دې زموږ سیمې ته امن، خوشحالي او ابادي راولي.
مننه.ستاسو ورور عبیداللہ