Live National Cricket Score -LNCS

Live National Cricket Score -LNCS هدف می یوازی کرکټ ته
خدمت کول دی.

دوعاکانو ته ضرورت ده ملکرو د زیمبابوی د بریا  په هیله
19/03/2018

دوعاکانو ته ضرورت ده ملکرو د زیمبابوی د بریا په هیله

ګرانو هېوادوالو!له ویست اندیز نه د لوبې د ګټلو مبارکي درته وایم. مهمې لوبې پاتې دي، تاسو دوعاګانې کوئ، ان شالله چې نورې ...
15/03/2018

ګرانو هېوادوالو!
له ویست اندیز نه د لوبې د ګټلو مبارکي درته وایم. مهمې لوبې پاتې دي، تاسو دوعاګانې کوئ، ان شالله چې نورې بریاوې به هم راځي.

Dear all,
Congratulations on the very crucial win against West Indies. Keep us in your prayers for the upcoming matches.

08/03/2018
31/10/2017

السلام علیکم ...؟ ملګرو شه تکړه اډمین ته ضرورت لرم چی کرکټ او اسلامی معلوماتو کی هلی ځلی وکړی نورو او ځان ته خدمت وکړی

مبارک شه هېواد والو!افغانستان په شلو کې (20) نمرې وګټلې او د انټر کانټینټل کپ لومړی ځای یې خپل کړ،افغانستان هانګ کانګ مل...
21/10/2017

مبارک شه هېواد والو!
افغانستان په شلو کې (20) نمرې وګټلې او د انټر کانټینټل کپ لومړی ځای یې خپل کړ،
افغانستان هانګ کانګ ملي لوبډلې ته د انټرکانټینټل جام سیالیو په لړ کې په یوه پاڼی او173منډو په توپیر سره ستره ماتې ورکړه
ظاهر خان ۴
راشد،نبي او دولت ۲، ۲ لوبغاړي اوټ کړل

د افغانستان او هانګ کانګ د څلور ورځنى لوبې لمړى ورځ پاي ته ورسېده د لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېکړ...
20/10/2017

د افغانستان او هانګ کانګ د څلور ورځنى لوبې لمړى ورځ پاي ته ورسېده
د لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه د 47 اورونو په لوبولو سره يې ټوله لوبډله په 142 منډو وسوځېده چې راشدخان 5 دولت 3 مهم لوبغاړي وسوځول
څرنګه چې په څلور ورځنى لوبه کې هره ورځ 94 اورونو تر سره کېږي نو هانګ کانګ 47 اورونه ولوبول او اوټ شوه
په پاتې 47 اورونو کې افغانستان په لمړى ورځ د دوه ويکټو په زيان 270 منډې جوړې کړې چې له مخې يې د افغانستان لپاره احسان جنت او جاويد احمدي يو ښه پيل وکړ او د 124 منډو ملګرتيا يې وکړه
چې وروسته احسان جنت په 63 منډو او جاويد 108 منډې وکړې او خپلې ويکټې يې له لاسه ورکړې
افغانستان به صبا سهار 6:30 بجې دوهمه ورځ پيل کړي چې اصغرستانکزى په 58 منډو او رحمت شاه په 34 منډو په ميدان ناسوځيدلي ولاړ دي
برياء زمونږ ده انشاالله

ښه خبرکرکټ.افغان کرکټ ملي لوبډله نور اشیا ( اسیایي)کپ سیالیو ته د کوالیفایی اړتیا نه لري.افغانستان په آسيایې جام کې غير ...
19/10/2017

ښه خبرکرکټ.
افغان کرکټ ملي لوبډله نور اشیا ( اسیایي)کپ سیالیو ته د کوالیفایی اړتیا نه لري.
افغانستان په آسيایې جام کې غير له کوالیفای څخه لوبه کوي دا ځل په اسیایې جام کې شپږ لوبډلې لوبیږي پنځه بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې هندوستان، پاکستان، سريلانکا، بنګلديش او افغانستان به په مستقیم ډول لوبیږي او یوه د دوهمې درجې لوبډله به د کوالیفای رونډ څخه ورته راځي اسیایې جام د ۲۰۱۸ کال په اګسټ میاشت کې په هندوستان کې په پنځوس اوریزه فارمټ کې ترسره کیږي.

سپورټی خبرونه ①افغانستان ده هانگ کانگ په وړاندی راتلونکی جمعی په ورځ سهار 6:00 بجی②بی پی ال سیالیو ته صرف 19 ورځی پاتی د...
16/10/2017

سپورټی خبرونه
①افغانستان ده هانگ کانگ په وړاندی راتلونکی جمعی په ورځ سهار 6:00 بجی
②بی پی ال سیالیو ته صرف 19 ورځی پاتی دی اوله لوبه د سیکسر او ډاکه ترمنځ ده
③شاپور ځدران د امریکی په یو ایس اپین کرکټ سیالیو کی لوبیږي
④په شل اوریزه سیالیو کی اول مقام له نیوزلینډ سره دی
⑤په پنځوس اوریزه سیالیو کی اول مقام له هندوستان سره دی
⑥په ټیسټ سیالیو کی اول مقام له هندوستان سره دی
⑦هاشم املا په پنځوس اوریزه سیالیو کی 26 سلیزی ووهلی
⑧ډیکوک په پنځوس اوریزه سیالیو کی 13 سلیزی ووهلی
⑨شکیب الحسن په یوه ورځنی لوبی کی خپلې 5000 منډی پوره کړی
①①ډیوډ میلر نن خپله 100 یو ورځنی لوبی پـوره کړه
12د انګلیستان تکړه لـوبغاړي بین سټوک نن د واده ورځ وه
13مشفیق الرحیم لومړی بنگلادیشی لوبغاړی شو چی د سوت افریقا خلاف یی سلیزه ووهله
14پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کی کویټی لوبډلی نبي جان خوشی کړ بیا به له سرا بولی ته وړاندی کیږي

15سریلانکا ملي لوبډلی پاکستان ته د تګ سخه انکار کړی ټاکل شوي وا چی د پاکستان سریلانکا ترمنځ وروستی شل اوریزه لوبه پاکستان لاهور کی ترسرا شي
16د سوت افریقا اوفنر لوبغاړو نوی ریکارډ جوړ کړه هاشم املا او ډیکوک 50 اوریزه لوبه کی 282 منډو فارنرشیف وکړه
17د افغان او پاکستاني مهاجرو یوی ډلی د فرانسی یو وړوکی ښار د کرکیټ له لوبی سره معرفي کړی دی هغوی دغه لوبه د رګبې په لوبغالي کی کوی
18په امریکا کی د یو ایس چمپین په نوم شل اوریزه ټورنمنټ د اکتبر په 25 مه شروع کیږی چی گټونکی ټیم ته یو لک ډالر جایزه ور کول کیږی چی افغان ټیم یواری گټونکی شوی هم دی
19يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چی په ټيسټ لوبو کی یی 10000 منډی جوړي کړي دی
20سوت افریقا ملی لوبډلی په اوله پنځوس اوریزه لوبه کی د بنگلادیش ملی لوبډلی ته په 10 ویکټو تاریخی ماتی ورکړه د لوبی غوره لوبغاړی ډیکوک شو
21د هندوستان الف لوبډلی د نیوزلینډ الف لوبډلی ته په 3 ویکټو 22ماتی ورکړه
ویسټنډیز الف لوبډلی د سریلانکا الف لوبډلی ته په ټیسټ لوبه کی په یو اننگز او 13 منډو ماتی ورکړه
23د پاکیستان تکړه لوبغاړی بابرعظم نن 23 کلن شو
24تیره شپه فوټبال لالیگا سیالیو کی ریال مادرید 2 پر 1 خطافی ته ماتی ورکړه
25تیری شپی فوټبال لالیگا سیالیو کی بارسلونا او د اتلتیکو مادرید لوبه 1 پر 1 مساوی شوه
هدف می کرکټ ته خدمت کول لایک اوشیرمه هیره وی مننه!!

د نړیوالې شورا په غونډه کې نوي پریکړې ترسرا شوېد کرکټ نړیوالې شورا درې ورځنۍ روانه غونډه کې نن د کرکټ اړوند بیلابیلې پری...
14/10/2017

د نړیوالې شورا په غونډه کې نوي پریکړې ترسرا شوې

د کرکټ نړیوالې شورا درې ورځنۍ روانه غونډه کې نن د کرکټ اړوند بیلابیلې پریکړې وکړې، چې لاندې یي په تفصیل سره درته را ژباړم

افغانستان به کال ۲۰۱۹ نه پس ایرلینډ او زیمبابوې سره پينځه ورځني (ټیسټ) او نورو ټيمونو سره څلور ورځنۍ لوبې کولي شی.

د افغانستان په ګډون ټولو د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو ته اته، اته د یو ورځنیو لوبو رسمي سیریزونه ورکړل شول، څلور سیریزونو کې به کوربه او په څلور سیریزونو کې به میلمه لوبډله وي د هیوادونو نومونه تر اوسه ندي اعلان شوي البته که د دې سیریزونو په مینځ کې کرکټ بورډ له کوم بل هیواد سره لوبې برابروي کوم ممانعت نشته؛ د دواړو کرکټ بورډونو تر مینځ په تفاهم پورې اړه لري.

د کرکټ نړیوالې شورا د قوانینو له مخې، په راتلونکي ۲۰ اوريز کرکټ نړیوال جام کې به ۱۲ پوره غړیتوب لرونکې لوبډلې په دوه ګروپونو وویشل شي، چې په الف ګروپ کې به ۷ او په ب ګروپ کې به ۵ لوبډلې شاملې وي؛ د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸ م کال ۲۰ اوريز جام په سیالیو کې به په لمړي ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، سریلانکا، پاکستان، نیوزلینډ او جنوبي افریقا او په دویم ګروپ کې به افغانستان، ویسټ انډیز، بنګله دیش، زیمبابې او ایرلینډ شامل وي.

دا امتیازونه تر ۲۰۲۳م کال نړیوال جام پورې دي په جدول کې لمړې لس لوبډلې به مستقیم په نړیوال جام او چمپین ټراپي کې ګډون کوي او د کوالیفای رونډ به نور نه ترسره کیږي.

د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام ته به د کوالیفای رونډ په زیمبابوې هیواد څلور میاشتې وروسته د مارچ په میاشت کې د ویسټ انډیز، زمبابوې ایرلینډ، افغانستان، سکاټلینډ، عمان ، نیدرلینډ او پي این جي هیواد تر مینځ ترسره شي چې دوه لوبډلې به نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

افغانستان به د ۱۳ ټيمونو هغه تشکیل کې یو ورځنۍ لوبې کوي چې درې کاله دوام به وکړي او د ۲۰۲۳م کال جام ته پکې لس ټيمونه ووځي؛ دې جریان کې که نورو ټيمنونو سره متقابلې لوبې تنظیم شوې هغه به هم کوي.

د شهزاد محمدي په اړه هیڅ بحث ونشو؛ یوازې دومره ویل کیږي، چې د کرکټ نړیواله شورا د شهزاد محمدي قضیه لا هم څیړي او غور پرې کوي، چې د روانې اکتوبر میاشتې په اخیرو او یا هم د نومبر په لمړیو کې د شهزاد محمدي برخلیک وټاکل شي.
کاپي

Address

Rashid.khan
Seoni
480661

Telephone

0796960582

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Live National Cricket Score -LNCS posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category