Pashto Sports

Pashto Sports ورزشي نړۍ! زموږ سره تعقب کئ.⚽
ټیلیګرام:
https://t.me/Pashtosports
وټس اپ:
+93 76 592 3000

د لالیګا په ۷مه اونۍ کي بارسلونا ۳\۱ سویا ته ماته ورکړه.
09/19/2026

د لالیګا په ۷مه اونۍ کي بارسلونا ۳\۱ سویا ته ماته ورکړه.

 #ژسوس؛ د رونالډو انتخاب به د هغه پر اوسني عملکرد پوري تړلی وي! د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلي روزونکي ژرژ ژسوس وايي، د کر...
09/19/2026

#ژسوس؛ د رونالډو انتخاب به د هغه پر اوسني عملکرد پوري تړلی وي!

د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلي روزونکي ژرژ ژسوس وايي، د کریستیانو رونالډو د لوبېدو په اړه به د هغه تیري سابقې ته نه، بلکي اوسني عملکرد ته پام کوي.

ژسوس ویلي، رونالډو د نورو لوبغاړو په څېر دی او که ښه عملکرد ولري، لوبه به کوي؛ خو که یې عملکرد د قناعت وړ نه وي، د لوبېدو چانس به ونه لري.

نوموړي ویلي؛ رونالډو پنځه د سرو زرو توپونه ګټلي او ځانګړی مقام لري، خو دا موضوع زما پر پرېکړو اغېز نه کوي.

د پرتګال روزونکي ټینګار کړی چي د لوبغاړو د ټاکلو پر مهال به د هغوی اوسنی وضعیت او عملکرد دده د پرېکړي اساسي معیار وي.

#پښتوسپورټ |

د سویا په وړاندي د بارسلونا رسمي ترکیب:د لوبي لینکونه زموږ د ټیلیګرام په چینل کي نشر سوي دي، دغه یې لینک دی: https://t.m...
09/19/2026

د سویا په وړاندي د بارسلونا رسمي ترکیب:

د لوبي لینکونه زموږ د ټیلیګرام په چینل کي نشر سوي دي، دغه یې لینک دی: https://t.me/Pashtosports

 #افغانستان اتلانو لیګ کي د  #خوست اریانا لوبډلي د  #فراه ابو مسلم سره لوبه ۰\۰ مساوي کړه.
09/19/2026

#افغانستان اتلانو لیګ کي د #خوست اریانا لوبډلي د #فراه ابو مسلم سره لوبه ۰\۰ مساوي کړه.

 #توپچیانو د فصل لومړۍ ماته وخوړه؛ د غوره لیګ د نن شپې لوبو پایلي.
09/19/2026

#توپچیانو د فصل لومړۍ ماته وخوړه؛ د غوره لیګ د نن شپې لوبو پایلي.

د چمپیونزلیګ او اروپا لیګ په لومړۍ اونۍ کي د انګلستان غوره لیګ اړوند ټولو ۸ لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې.☄️ په یادو سیال...
09/19/2026

د چمپیونزلیګ او اروپا لیګ په لومړۍ اونۍ کي د انګلستان غوره لیګ اړوند ټولو ۸ لوبډلو خپلي لومړۍ لوبي وګټلې.

☄️ په یادو سیالیو کي کې پنځه لوبډلو کلین شیټ وکړ. څلور لوبډلو یې خپل د کور څخه دباندي لوبي وګټلې او په ټولو یې یواځي پنځه ګولونه وخوړل.

 #بارسلونا د  #رافینیا سره د ۴ کلن قرارداد د غځولو پر سر موافقه کړېده. #رافینیا پرون ویلي وه؛ بارسلونا کي ډېر خوشحاله یم...
09/19/2026

#بارسلونا د #رافینیا سره د ۴ کلن قرارداد د غځولو پر سر موافقه کړېده.

#رافینیا پرون ویلي وه؛ بارسلونا کي ډېر خوشحاله یم او غواړم چي هم دلته د فوټبال سره مخه وکم.

اتلانو لیګ درېمي اونۍ د نن ورځي لومړی لوبه د عینومینه کندهار او عمرځواک هرات ترمنځ 1_1 مساوي پای ته ورسیده.عینومینه لپار...
09/19/2026

اتلانو لیګ درېمي اونۍ د نن ورځي لومړی لوبه د عینومینه کندهار او عمرځواک هرات ترمنځ 1_1 مساوي پای ته ورسیده.

عینومینه لپاره یاقوت پوپل، عمرځواک لپاره نعمت کریمي ګولوهنه ترسره کړه.

 #امباپه: غواړم طلایي توپ بیرته ریال مادرید ته راوګرځي! د ریال مادرید فرانسوي ستوري کیلیان امباپه وايي، هیله لري د فوټبا...
09/19/2026

#امباپه: غواړم طلایي توپ بیرته ریال مادرید ته راوګرځي!

د ریال مادرید فرانسوي ستوري کیلیان امباپه وايي، هیله لري د فوټبال د (طلایي توپ ـ بالون ډور) معتبره جایزه یو ځل بیا ریال مادرید ته ولېږدول سي.

امباپه دغه څرګندوني د هسپانوي ورزشي ورځپاڼي (آس) سره په خبرو کي کړي دي.

نوموړي د بارسلونا د ځوان لوبغاړي لامین یامال په اړه وویل چي هغه ډېر بااستعداده لوبغاړی دی او تمه لري چي په خپل مسلکي فوتبال کي به فوق‌العاده ـ روښانه، راتلونکی ولري.

امباپه د طلایي توپ د ګټلو په اړه وویل؛ زما په نظر، سږکال د طلایي توپ ګټلو لپاره ښه کال دی. زما پښې زما تر ټولو غوره مدافعان دي/ ما تر دې جایزې رسوي.

هغه زیاته کړه؛ رښتیا غواړم طلایي توپ بیرته رئال مادرید ته راسي. دا جایزه باید یو ځل بیا سانتیاګو برنابیو، مادریدیستا او ټولو هغو مینه‌والو ته ورسېږي، څو د خوښۍ او هیجان لپاره یو څه ولري.

#پښتوسپورټ |

 #بورنموث تاریخ جوړ کړ؛ لومړۍ اروپایي لوبه یې وکړه! #بورنموث د انګلیستان اړوند د څلرمي کچي د سیالیو څخه تر اروپايي ډګر پ...
09/19/2026

#بورنموث تاریخ جوړ کړ؛ لومړۍ اروپایي لوبه یې وکړه!

#بورنموث د انګلیستان اړوند د څلرمي کچي د سیالیو څخه تر اروپايي ډګر پوري تاریخي سفر کړی دی. دغه کلب د ۲۰۱۰م کال پوري د انګلستان په څلورم #ډویژن کي لوبېده، خو په وروستیو کلونو کي یې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس په اروپا لیګ سیالیو کي لوبېږي.

#بورنموث د #برایټون وروسته ددې فصل دوهم انګلیسي کلب دی چي د څلرمي کچي فوټبال څخه اروپايي سیالیو ته رسېدلی دی.

#بورنموث د اروپا لیګ په لومړۍ لوبه کي ریال سوسیه داد ته ۲\۱ ماته ورکړه.

Address

New York, NY

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto Sports posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pashto Sports:

Shortcuts

Share