21/06/2026
حشمت له ۹۵ لوبو وروسته وتوانېده چې سلیزه ووهي او زموږ چې څه پکار و، هغه د حشمت دغسې لوبه وه خو درېغه چې ناوخته دی او بله دا چې سلیزه یې په اوبو لاهو شوه.
او موږ چې د حشمت په ستونزو غږېږو دا معنی نه لري چې نور لوبغاړي مو هېر دي یا یې له فسبوک چلوونکو ډارېږو.
په دې ټول سیریز کې د توپ وهونکو په برخه کې څلور کسانو ښې منډې کړي چې یواځې دوه یې د پام وړ وې، لومړی د ګربز سلیزه او دوهم د عظمت ننۍ نیمه سلیزه. وړمه ورځ رحمت شاه د یوه مشر لوبغاړي په توګه مسؤلیت نه و اخیستی او له میدانه ووته او ننۍ لوبه کې حشمت که څه هم سلیزه وکړه خو د ملت لپاره ونه لوبېده. دغه شان محمد نبي هم هېڅ کارکردګي نه لريې، یواځې د خپل نوم له برکته لوبېږي، د فرید ملک ځای خو بخي په لوبډله کې نه جوړېږي او ضیاشریفي که څه هم ځوان دی خو لا ډېرې خوارۍ ته ضرورت لري چې ملي لوبډله کې ولوبېږي. د ابراهیم ځدران او صدیق اتل په پوزیشن او آرډر باندې غور کول په کار دي او صدیق اتل ته پکار ده چې په خپلو کمزوریو باندې سخت کار وکړي، که دغسې روان وي ملي لوبډله کې لوبېدل به ورته ګران تمام شي. ابراهیم ځدران هم له فام غورځېدلی او په فام کې راتلل یې ضروري دي.
خو تر ټولو لویه فاجعه دا ده چې بېاتفاقي د ناسور په څېر زموږ کرکټ له دننه خوري. کله چې خپله لوبغاړي یو بل نه زغمي، احساس، غیرت او قرباني پکې مړه شي، نو بیا له میرویس اشرف او نصیب خان او بورډ چلوونکو شکایت کول هم بېمانا دي.
هرچه بگندد نمکش میزنند
وای به روزی که بگندد نمک…