22/05/2021
IP Address ای پي ادرس
ای پي ادرس معنا ده internet protocol address هر کله چې وغواړو خپل کمپيوټر د يوې شبکې سره وصل کړو نو يو ip address ته ضرورت لرو چې بغېر له ip address څخه نه شو کولای communication وکړو چې همدغه ادرس چې مونږ يې په ذريعه د يوې شبکې سره ارتباط پيدا کوو د ip address په نامه ياديږي.
چې دغه ادرسونه د يوې کمپنی له خوا چې IANA (internet Assign Numbers Authority ) له خوا ورکول کيږي نو په ياد ولری چې هيڅکله دوه نيټورکونه يو شان ادرس نه شي کارولی. چې په عمومي ډول ip address په دوه کټګوريو ويشل شوی چې يو ته IPV4 او بل ته IPV6 وايي.
اول. IPV4 ادرسونه:- د څلورو عدادونو څخه جوړ شوي چې هر عدد ته Octed وايي بيا دا هر يو Octed اته bits لري چې د ټولو مجموعه 32 کيږي هر يو Octed د صفر څخه تر 255 پورې قيمتونه اخيستلی شي يعنې دوه په توان د اته مساوي ده د 256 سره چې ټوټل مساوي کيږي 4294967296 چې تقريباً 4.3 ميليونه کيږي په دغو ادرسونو کې صفر ددنيټورک لپاره او 255 د broad cast لپاره استعماليږي او پاتې نور له254 -1 پورې ادرسونه اخيستلی شي ادرسونه له دوه برخو جوړ شوي دي چې د network او host په نامه ياديږي د نيټورک دبرخې دنده داده چې هدف شوی نېټورک په نښه کړي او معلومات ورواستوي هر کله چې نوموړي معلومات نيټورک تر لاسه کړي ورسته يې هاسټ په محلي نيټورک کې دننه مطلوب کمپيوټر استوي. د IPV4 د ادرسونو اندازه 32 بيټه ده ځکه چې څلور Octeds لري او هر Octed څلور برخې لري چې څلور ضربې اته 32 کيږي همدارنګه ياده IP په Decimal شکل کې present کيږي.
په IPV4 کې هر يو octed له بل څخه د Dot په واسطه جدا کيږي په IPV4 کې 0.0.0.0 ادرس د نيټورک ادرس لپاره ځانګړی شوی وي او 255.255.255.255 ادرس د Broadcast لپاره استعماليږي چې عام ډول IPV4 په پنځو کلاسونو باندې تقسيم شوی چې په لاندې ډول دي
1.Class A
2.ClassB
3.Class C
4.Class D
5.Class E
اول Class A:- په غټو نيټورکونو کې استعماليږي چې په هغه کې په لکونه کمپيوټرې وصليږي د کلاس اې چپ طرف لومړی اکټېډ د نېټورک په نامه او پاتې نور يې د هوسټ په نامه ياديږي يعنې اته بېټه د نيټورک لپاره او څلورويشت بېټه د هوسټ لپاره استعماليږي ددې کلاس IP address له 126-1پورې ده چې ټوټل 127 کيږي په کلاس اې کې لومړی بېټ صفر او پاتې اوه بېټه د نيټورک دي چې په دې کې صفر او 127 Reserved دي چې صفر د نيټورک ایډي او 127 Loopback IP ده چې Loopback IP لين کارډ د چيک کولو لپاره استعماليږي.
N.H.H.H english
||||||||.00000000.00000000.00000000 binary
8 . 8 .8 .8 number
اوس د نيټورکRange چې معلوموو د اول Octed څخه يې معلومولی شو چې په لومړی اکټېډ کې اول بېټ off او نور ټول on دي چې هر يو بېټ خپل قيمت لري لکه د مثال په ډول اوس د کلاس A رينج پيدا کوو
1.2.4.8.16.32.64.128
دا ټول په خپل منځ کې جمع کوو بغېر د 128 څخه ځکه چې د اول بېټ قيمت 128 ده off ده
64+32+16+8+4+2+1=127
نو د کلاس A رينج مونږ سره له 1څخه تر 127 پورې شو چې په دې کې صفر او 127 لکه مخکې مو وويل Reserved شوي نو چې 127 ترې لرې کړو 126 پاتې کيږي او 0 خو د نيټورک ايډي شوه نو valid ادرس مونږ سره شو د1 څخه تر 126 پورې شوې.
اوس د host رينج پيدا کوو نو ددې لپاره لکه مخکې ذکر شول لومړی اکټيډ د نيټورک لپاره او پاتې نور د هوسټ لپاره دي نو د هوسټ رينج داسې پيدا کوو چې
8×8×8= 24
نو ددې لپاره فرمول ده چې دوه په توان د N منفې دوه نو په کلاس A کې ټول څلوريشت هوسټ دي نو دوه په توان د څلوريشت منفې دوه چې دا مساوي کيږي
16777214
شپاړس ميليونه اوه لکه اوه اويا زره دوه سوه څوارلس
2^4-2= 16777216-2= 16777214
چې د نيټورک ايډي يې عبارت ده له
10.0.0.0
د شروع ای پي يې عبارت ده له
10.0.0.1
د پای ای پي يې عبارت ده له
10.254.254.254
او Broadcast ای پي عبارت ده له
10.255.255.255
چې default subnetmask يې عبارت ده له
255.0.0.0
©