آمریت کرکت تخار

آمریت کرکت تخار د تخار اړوند د کرکټ دقیق او پر وخت معلومات له همدی صفحه څخه ترلاسه کولی شی

نن د اشکمیش اتلانو او خان‌آباد اتلانو ترمنځ د هارډبال ۲۵ آوریزه دوستانه لوبه د اشکمیش ولسوالۍ په کوربه‌توب ترسره شوه.د ل...
08/08/2026

نن د اشکمیش اتلانو او خان‌آباد اتلانو ترمنځ د هارډبال ۲۵ آوریزه دوستانه لوبه د اشکمیش ولسوالۍ په کوربه‌توب ترسره شوه.

د لوبې پچه د اشکمیش لوبډلې کپتان وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. د اشکمیش لوبډلې په ټاکل شویو ۲۵ آورونو کې د صدام حسین او احسان الله د غوره توپ‌وهنې پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو ستر هدف وټاکه.

خان‌آباد لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د یاد هدف د تعقیب هڅه وکړه، خو د دادالله د ښې توپ‌وهنې سربېره یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۷۳ منډو په توپیر اشکمیش لوبډلې ته وبایلله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د اشکمیش لوبډلې بریدګر توپ‌وهونکي صدام حسین ته ورکړل شوه.

د کرکټ مینه، ورورولي او سپورټي اخلاق د ټولنې د یووالي ښکلی پیغام دی. هیله ده چې د اشکمیش، خان‌آباد او د تخار د نورو ولسوالیو ترمنځ همداسې دوستانه لوبې لا ډېرې شي، څو ځوان استعدادونه وده وکړي او د کرکټ مینه نوره هم پیاوړې شي.

امو نهنګان لوبډلې د پرلپسې دریم ځل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټلهد افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ ترټولو ...
16/07/2026

امو نهنګان لوبډلې د پرلپسې دریم ځل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ ترټولو سترې یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالۍ د امو نهنګان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې له یوې ښکلې او هر اړخیزې لوبې وروسته سپین غر پړانګان لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د پرلپسې دریم ځل لپاره یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

بشپړ معلومات: https://t.ly/tYHBr
------
Amo Sharks Complete a Hat-Trick of the SCL Titles

Kabul – July 15, 2026: The Yamin Ahmadzai-led Amo Sharks delivered a dominant all-round performance to defeat the Speenghar Tigers by 7 wickets in the Grand Finale and complete a hat-trick of SCL Titles.

Read More: https://t.ly/xGSzr

د تخار ولایت د مرکز د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د ابوعثمان لېسې د لوبډلې په اتلولۍ سره په بریالیتوب پای ته ورسېدې.په دغ...
12/07/2026

د تخار ولایت د مرکز د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د ابوعثمان لېسې د لوبډلې په اتلولۍ سره په بریالیتوب پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د مرکز د ۸ ښوونځیو لوبډلو ګډون کړی و او په خورا سیالیزه او دوستانه فضا کې یې خپلې لوبې ترسره کړې. دغه سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورنی کرکټ څانګې په لارښوونې او د تخار د کرکټ آمریت د ۲۰۲۶ کال د کلني پلان له مخې، د ځوانو استعدادونو د ودې، د کرکټ د ودې او د غوره لوبغاړو د پېژندنې په موخه ترسره شوې.

د سیالیو په پای کې د ابوعثمان لېسې لوبډلې غوره لوبه وکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د انفرادي جایزو په برخه کې:

* عادل خان د ۱۴۴ منډو په ترسره کولو سره د سیالیو د غوره بېټسمین جایزه ترلاسه کړه.
* محمد طاووس د ۸ وېکټو په اخیستو سره د سیالیو د غوره بالر جایزه وګټله

تخار د بدخشان پروړاندی راتلونکی سه شنبه
09/07/2026

تخار د بدخشان پروړاندی
راتلونکی سه شنبه

إِنَّا للّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ‎ الله تعالیﷻ د جنت الـفـردوس ورته نصــیب کړی کـورنۍ او دوستـانو ته يې د الله ت...
07/07/2026

إِنَّا للّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ‎
الله تعالیﷻ د جنت الـفـردوس ورته نصــیب کړی کـورنۍ او دوستـانو ته يې د الله تعالی ﷻ له لوی دربار څخه صبر جمــیل غــــواړم

د تخار ولایت د انټرکلب سیالۍ چې د مې میاشتې په ۶مه نېټه پیل شوې وې، د زړه‌راښکونکو او په زړه پورې لوبو وروسته د مې میاشت...
01/06/2026

د تخار ولایت د انټرکلب سیالۍ چې د مې میاشتې په ۶مه نېټه پیل شوې وې، د زړه‌راښکونکو او په زړه پورې لوبو وروسته د مې میاشتې په ۲۵مه نېټه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې. په دغو سیالیو کې ۷ لوبډلو ګډون کړی

د سیالیو په پای کې د هلال احمر کلب لوبډله د غوره کارکردګۍ له امله د اتلولۍ جام خپل کړ او د دې ټورنمنټ اتله وپېژندل شوه.

د دغو سیالیو اساسي موخه د وزیر محمد اکبر خان ولایتي سیالیو لپاره د تخار منتخبې لوبډلې جوړول او د غوره استعدادونو پېژندل وو، ترڅو ولایت ته یو قوي او پیاوړی ټیم چمتو شي.

د انفرادي جایزو په برخه کې:

* جاوید د ۴۳۰ منډو په جوړولو سره د ټورنمنټ غوره بېټسمېن وټاکل شو.
* فریدالله د ۱۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د ټورنمنټ غوره بالر ونومول شو

هلال احمر کرکټ کلب وکولی شو الفاتح (اشکمش) ته په ماتی ورکولو سره د تخار انترکلب سیالیو اتلولی خپله کړی
27/05/2026

هلال احمر کرکټ کلب وکولی شو الفاتح (اشکمش) ته په ماتی ورکولو سره د تخار انترکلب سیالیو اتلولی خپله کړی

24/05/2026
د نن لوبی غوره لوبغاړی
23/05/2026

د نن لوبی غوره لوبغاړی

Address

تخار
Taloqan

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when آمریت کرکت تخار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category