11/10/2022
نیوزیلېنډ، پاکستان ته ستره ماتې ورکړه؛ پاکستان منفي ریکارډ هم جوړ کړ
د نیوزیلېنډ په کوربتوب د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته په نهه ویکټو ستر ماتې ورکړه او پاکستان په دغه لوبه کې یو منفي ریکارډ هم جوړ.
دغه درې اړخیزه لوبلړۍ چې د نیوزیلېنډ، پاکستتان اوبنګلدېش ترمنځ ترسره کېږي، نن یې څلورمه لوبه د نیوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.
د ۱۳۱ منډو هدف د نیوزیلېنډ لوبډلې د لوبې په ۱۶.۱ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ اوپاکستان ته یې په نهه ویکټو او ۲۹ توپونو یې ستره ماتې ورکړه.
د دوی لپاره فاین ایلن غوره توپ وهنه وکړه، هغه ۶۲ منډې وکړې. همدغه راز ډیون کانوي هم ۴۹ زیاتې منډې وکړې. د پاکستان له خوا شاداب خان ۱ ویکټ واخیسته. مایکل بریسویل د لوبې غوره لوبغاړی شو.