آمریت ورزشی ولایت لغمان

آمریت ورزشی ولایت لغمان Official Page of Laghman Provincial Sports Directorate 🇦🇫 | Sports News | Tournaments | Athletes
Follow us for the latest sports news and updates from Laghman.
(1)

12/08/2026

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالي کې د فوټبال ستر فاينل مکمل راپور درسره د توفيق الله احساس په لاندې ويډيويې راپور کې وګورئ.

12/08/2026

دولت شاه ولسوالي کې دا ستر فاينل وه
د مورا او دولت شاه خاص کلي ترمنځ




12/08/2026

په لغمان ولایت کې د پهلواني فدراسيون اړوند يو نوي کلپ افتتاح شو.

يکشنبه / د وري ۸مه

د لغمان ولايت د المپيک، بدنی روزنی او ورزش آمريت اړوند د پهلواني فدراسيون يو نوي کلپ د استاد پوهان محمدي تر نظر لاندې نن رسماً د لغمان ولايت بدنې روزنې او ورزش آمريت فني مسلکی عمومي مدير او د ولسوالیو ورزشي مدير او پهلواني فدراسيون مسؤل استاد پهلوان سمسور افضلي لخوا افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. نوموړي استاد چې يو باتجربه او قهرمان استاد دي چې بار بار يې په ولايتي، د زون په کچه او نورو مسابقاتو کې ښه مقامونه ترلاسه کړي. اوس غواړي چې له همدې لاري خپلو ورزشکارانو ته صادقانه خدمت وړاندې کړي.

ياد کلپ شاوخوا د ۵۰ تنو شاګردانو ظرفيت لري چې په دريو کټګوريو کې به ځوانان په نوی او عصري بڼه وروزې.نوی جوړ شوی کلپ به د ځوانانو د روزنې، د ورزش د ودې او د پهلوانۍ د لا پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.
په درنښت

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ د مورا لوبډلې په بريا سره پای ته ورسیدې.شنبه / د زمري ۱۷مهپه لغمان ولاي...
08/08/2026

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ د مورا لوبډلې په بريا سره پای ته ورسیدې.

شنبه / د زمري ۱۷مه

په لغمان ولايت کې د بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت د فوټبال فدراسيون په همغږۍ د ۱۱ ټيمونو تر منځ د فوټبال سيالۍ د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالۍ، مرکزي ميدان کې پيل شوي وي . چې (۱۶) ورځې يې دوام وکړ.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو سالمه روزنه، د ځوانانو اتفاق او يووالي، د اسلامي امارت او ځواکونو څخه ملاتړ او سالم مصروفیت وه.

پای لوبه د دولت شاه خاص کلي او مورا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د مورا لوبډلې د دولت شاه خاص کلي لوبډلې ته څلور په مقابل د دوه کې ستره ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

په پای کې د ورزشي اداري او فوټبال فدراسيون مشرتابه له لورې دواړو ټيمونو ته کپونه، مډالونه، تقدير نامې او يو شمير نورې جايزي ورکړل شوي.
په درنښت

د بدني روزنې او ورزش آمريت د فدراسيونونو مسؤلينو ترمنځ مياشتنۍ ناسته ترسره شوهسه‌شنبه – د زمري ۱۲مهد لغمان ولايت د المپي...
04/08/2026

د بدني روزنې او ورزش آمريت د فدراسيونونو مسؤلينو ترمنځ مياشتنۍ ناسته ترسره شوه

سه‌شنبه – د زمري ۱۲مه

د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ولايت د بېلابېلو ورزشي فدراسيونونو له مسؤلينو سره مياشتنۍ همغږيزه ناسته ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمريت مشر الحاج مجيب الرحمن رحماني د پرانيستې وينا پر مهال د ټولو فدراسيونونو له مسؤلينو وغوښتل چې خپلې ورزشي برنامې او سيالۍ پر ټاکلي وخت ترسره کړي او د خپلو فعاليتونو مياشتني راپورونه په منظم ډول چمتو او ادارې ته وسپاري.

نوموړي همداراز مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې د فتحې ورځ په شاندارو او منظم مراسمو ولمانځي. د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې ياد ملي مناسبت به په ښه تنظيم، شفافيت او غوره همغږۍ سره ترسره کړي.

وروسته د بېلابېلو فدراسيونونو مسؤلينو او استادانو خپل نظرونه، وړانديزونه او سالمې غوښتنې شريکې کړې، چې د ورزشي ادارې د مسؤلينو له لوري ورته هر اړخيز او قناعت‌بښونکي ځوابونه وړاندې شول. د ادارې مسؤلينو ټينګار وکړ چې موخه بايد يوازې اداري دندې ترسره کول نه وي، بلکې د ځان، ورزشکارانو او ټولنې لپاره په رښتينې مانا خدمت او صادقانه کار وشي، ترڅو ورزش لا پرمختګ وکړي او د ځوانانو لپاره غوره فرصتونه برابر شي.

غونډه د هېواد د پرمختګ، سولې او سوکالۍ په دعا سره پای ته ورسېده.

په درنښت
د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمريت :::

د لغمان ولایت د موی تای فدراسیون اتلان وستایل شولیکشنبه – د زمري ۱۱مهد لغمان ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت اړ...
03/08/2026

د لغمان ولایت د موی تای فدراسیون اتلان وستایل شول

یکشنبه – د زمري ۱۱مه

د لغمان ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د موی تای فدراسیون هغه اتلان په ځانګړو مراسمو کې وستایل شول، چې په بلخ ولایت کې د WBC سازمان د نړیوالو سیالیو د انتخاباتي پړاو په سیالیو کې یې د لومړي مقام ویاړ ترلاسه کړی و.

د ستاینې دغه مراسم د خالد بن ولید موی تای کلب کې د استاد حجت الله ساحل او د هغه د همکارانو په نوښت ترسره شول. مراسم د ورزشکارانو د لاسته راوړنو د ستاینې، ډالۍ ورکولو او د خوښۍ په فضا کې د یو لړ شاندارو پروګرامونو له ترسره کېدو وروسته په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.

یادونه: د مراسمو نور جزئیات به وروسته له تاسو سره شریک شي.

02/08/2026

استاد اسدالله الهی چې د ايران هيواد يو پياوړی او باتجربه کوچ او رزونکی ده نن يکشنبه په لغمان ولايت کې د ختيځ زون په سطحه د واليبال نظري او عملي تمرينات او د مربيانو لپاره د واليبال په بخش کې ځانګړی سمينار هم ارايه کوي.

په لغمان ولايت کې د ختيځ زون په کچه د واليبال تمريناتي کمپ د بهرنۍ روزونکي په مشرۍ پيل شويکشنبه، د زمري ۱۱مهد لغمان ولاي...
02/08/2026

په لغمان ولايت کې د ختيځ زون په کچه د واليبال تمريناتي کمپ د بهرنۍ روزونکي په مشرۍ پيل شو

يکشنبه، د زمري ۱۱مه

د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمريت په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې، د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د لارښوونې پر بنسټ، د افغانستان د واليبال ملي فدراسيون له لوري او د لغمان ولايت د ورزشي ادارې او واليبال فدراسيون په ګډه همغږۍ، د بهرنۍ روزونکي استاد اسدالله الهي په مشرۍ د ختيځ زون په کچه دوه ورځنی تمريناتي کمپ پيل شو.

په دغه تمريناتي کمپ کې د ختيځ زون شاوخوا ۸۰ تنه ورزشکاران ګډون لري. د دې کمپ اساسي موخه د زون په کچه د ځوانو استعدادونو پېژندنه، د ورزشکارانو د فزيکي وړتياوو لوړول، او د هغوی د تخنيکي او مسلکي مهارتونو لا پياوړتيا ده.

ټاکل شوې ده چې د همدې تمريناتي کمپ له ګډونوالو څخه هغه ورزشکاران، چې عمرونه يې د ۱۸ او ۲۱ کلونو ترمنځ وي او غوره وړتياوې وښيي، د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډلې ته وټاکل شي، څو په راتلونکو نړيوالو او رسمي سياليو کې د هېواد استازيتوب وکړي.

په درنښت

بسم الله الرحمن الرحیمد ورزشي راپورنېټه: ۱۴۰۵/۵/۸د لغمان ولایت مرکز د چهاردهي په سیمه کې د ورزش د ودې او پراختیا په موخه...
02/08/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

د ورزشي راپور

نېټه: ۱۴۰۵/۵/۸

د لغمان ولایت مرکز د چهاردهي په سیمه کې د ورزش د ودې او پراختیا په موخه د ووشو نوی کلپ د استاد سمیع الله تر نظارت لاندې په رسمي ډول افتتاح شو.

د یاد کلپ د افتتاح په مراسمو کې د لغمان ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې له خوا فني مسلکی مدیر انجینر جمشید سیدي، د ولسوالیو ورزشي مدیر استاد پهلوان سمسور افضلي او د موی تای فدراسیون مسؤل حجت الله ساحل ګډون کړی و.

د افتتاح تر څنګ د یاد کلپ د ورزشکارانو ترمنځ د درېیو کلپونو په کچه دوستانه او ننداریزې سیالۍ هم ترسره شوې، چې ورزشکارانو پکې خپل مهارتونه وښودل.

د لغمان ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش اداره د ورزش د ودې، د ځوانانو هڅونې او د نوي استعدادونو د روزنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د ورزش له ټولو برخو ملاتړ کوي.

په درنښت

د لغمان ولايت مرکز اړوند هرمل کلي واليبال ټورنمنټ د دلیل قلعه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدجمعه – د زمري ۹مهد لغمان ولاي...
01/08/2026

د لغمان ولايت مرکز اړوند هرمل کلي واليبال ټورنمنټ د دلیل قلعه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

جمعه – د زمري ۹مه

د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمريت په لارښوونه او د لغمان ولايت د واليبال فدراسيون په همغږۍ او د هرمل کلي ځوانانو لخوا د واليبال ټورنمنټ د نجارانو په ورزشي ميدان کې ترسره شو.

په دې ټورنمنټ کې شپږو (۲۶) لوبډلو ګډون کړی و. د سياليو موخه د ځوانانو سالمه تفريح، د ورزش دود پياوړتيا او د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ روحيې لا پياوړې کول وو. يادو سياليو (۲۱) ورځې دوام وکړ.

د ټورنمنټ پايلوبه د مهترلام معياري انسټیټیوټ او دليل قلعه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې دليل قلعه لوبډلې په زړه پورې لوبه وړاندې کړه او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۳ – ۰ په پايله ماتې ورکړه، او د ټورنمنټ د اتلولۍ جام يې خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو مالي ملاتړ د مهترلام روغتيايي علومو خصوصي انسټيټيوټ له لوري ترسره شوی و، چې مسؤل يې ډاکټر صاحب ذهين الله ذهين دی. د لغمان ولايت ورزشي اداره او واليبال فدراسيون د نوموړي انسټيټيوټ له ارزښتناک ملاتړ او همکارۍ څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني کوي.

د سياليو په پای کې د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمريت او د واليبال فدراسيون له لوري د لومړي او دوهم مقام ګټونکو لوبډلو ته د اتلولۍ جامونه، مډالونه، تقديرليکونه او يو شمېر نورې ډالۍ ورکړل شوې.

په درنښت

Address

Mehtar Lam

Telephone

+93771200870

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when آمریت ورزشی ولایت لغمان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to آمریت ورزشی ولایت لغمان:

Shortcuts

Share

Category