19/02/2026
د ثبت کلبونو (انټرکلب) سیالۍ؛ 🏏
بلخ کرکټ ولایتي اداره د خپل کلني پلان له مخې غواړي د ۲۰۲۶ کال “کلب لېول” سیالۍ راتلونکې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل کړي، نو د کلبونو راجستریشن لپاره تاسو کولی شی چې سر له سبا خپل کلبونه راجسټر یا ثبت کړی.
۱- هر لوبغاړی باید د افغانستان د تابعیت برېښنایي تذکره یا پاسپورټ ولري. ټوکن یا کاغذي تذکره د اعتبار وړ نه ده.
۲- هره لوبډله باید خپل ۱۳ کسیز نوملړ د ټاکلې مودې دننه ادارې ته وسپاري.
۳- هره لوبډله باید یو منظم روزونکی او منیجر ولري.
۴- هره لوبډله به یو ډول سپین او منظم لباس ولري.
۵- د لوبډلو ثبت له ۲۰۲۶ز کال د فیبروری میاشتې ۲۰ نېټه (نن ورځ) څخه پیلېږي او د مارچ میاشتې تر ۵ پنځمې نېټې پورې به دوام کوي.
۶- له ټاکلې نېټې وروسته د کلبونو ثبت او هر ډول بدلون امکان نه لري.
یادونه: د شرایطو سرغړونه د لوبډلې د محرومیت سبب ګرځي.
د نورو معلوماتو لپاره بلخ کرکټ ادارې ته مراجعه وکړۍ او یا هم لاندې واټساپ شمېرې سره اړیکه ونیسئ:
0708432472
0789493786