Afgh N Cricket info

Afgh N Cricket info Update sportnews antrasting information beautiful photos
before all pages

افغانستان د آیرلنډ پر وړاندی پنځه یوه ورځینی ODI لوبی چهارشنبی د افغانستان پر وخت 2:30 له آریانا تلویزیون څخه په ژوندی ب...
02/08/2026

افغانستان د آیرلنډ پر وړاندی

پنځه یوه ورځینی ODI لوبی

چهارشنبی د افغانستان پر وخت 2:30 له

آریانا تلویزیون څخه په ژوندی بڼه
Afgh N Cricket info
Afghanistan Cricket Board

راشد خان خپله دوهمی میرمنی سره نکاه تایید کړههغه،په خپل انستاګرام کی د ملاتړ پر مهال، د هغې د کارونو ستاینه وکړه او ویې ...
11/11/2025

راشد خان خپله دوهمی میرمنی سره نکاه تایید کړه
هغه،په خپل انستاګرام کی د ملاتړ پر مهال، د هغې د کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل:
“زما مېرمن یوه بریالۍ او مهربانه ښځه ده، ما په هغې کې هغه مینه، سوله او ملګرتیا وموندله چې تل مې خوب لیدلی و.”

نوموړي د اګست په دوهمه واده کړی و، چې نن یې دا خبر په رسمي ډول له خلکو سره شریک کړ

Rashid Khan

29/10/2025

ګربز او ابراهیم خو د لوبې په لومړیو شپږو اوورونو (پاور پلۍ) کې ډېره ښه لوبه وکړه؛ ۶۳ منډې.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه.

څنګه لوبډله ټاکل شوې؟
29/10/2025

څنګه لوبډله ټاکل شوې؟

که پوښتنه وشی چی په کرکت بهترینه بیتنګ جوړه څوک دی بیشکه چی د ټولو ځواب به دوی دواړه وی
25/10/2025

که پوښتنه وشی چی په کرکت بهترینه بیتنګ جوړه څوک دی بیشکه چی د ټولو ځواب به دوی دواړه وی

د کرکټ په ۲۵ کلن مزل کې د افغان لوبډلې په زړه پورې داستان؛افغان لوبډله په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا له لو...
27/02/2025

د کرکټ په ۲۵ کلن مزل کې د افغان لوبډلې په زړه پورې داستان؛

افغان لوبډله په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري یوه رسمي لوبډله وګڼل شوه، په ۲۰۰۳ کې یی د آسیایي شورا غړیتوب واخېست، په ۲۰۱۱ کې یی د نړیوالو یو ورځنیو لوبو اجازه ترلاسه کړه.

په ۲۰۱۲ کې یی د ټېسټ لوبو اجازه لرونکي لوبډلې(پاکستان) سره لومړۍ نړیواله یو ورځنی لوبه ترسره کړه، په ۲۰۱۴ کې یی د ټېسټ لوبو اجازه لرونکي لوبډلې(زمبابوی) سره د لوبلړۍ کولو اجازه ترلاسه کړه.

بیا نو څه وشول؟

افغان لوبډله په ۲۰۱۵ کال کې سمدستي د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې په لس غوره لوبډلو کې راغله، په همدې کال کې یی د نړیوال جام په ډیبو(لومړی) لوبه کې ګډون وکړ، په همدې کال کې یی له زمبابوی څخه د خپل کرکټ د تاریخ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبلړۍ وګټله.

په ۲۰۱۸ کال کې یی له ویسټ انډیز څخه د نړیوال جام غوراوي سیالیو اتلولي وګټله، په ۲۰۲۱ کې یی د لومړي ځل لپاره ایرلینډۍ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې وایټ واش کړه(درې واړه لوبې یی ترې وګټلې).

ښه نو له ۲۰۲۳ را پدیخوا یی څه کړي؟

افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال شل اوریز نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره انګستان، پاکستان او سریلانکا ته ماتې ورکړه، په ۲۰۲۴ کې یی نیوزیلینډ او اسټرلیا هم ور اضافه کړل او دا دی اوس په چمپینس ټرافي یا د اتلانو جام کې هم لوبېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا شورا بشپړ غړیتوب، د ټېسټ لوبو اجازه او ځینې نورې لاسته راوړنې یی هم شته چې تفصيلي لیکل به یی لیکنه لا اوږده کړي.

ستاسو له آنده آیا دا سفر اسانه ؤ؟ نه! افغان لوبغاړو په دغه اوږد سفر کې بلا ستونزې ګاللي دي، او بالاخره یی زمونږ کرکټ تر دې ځایه رارسولی دی.

د لا نورو لاسته راوړنو او د ویاړونو ګټلو په هيله یی!


افغان اتلانو انګلستان ته ماتې ورکړه!!!د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې خورا عالي او په زړه پورې لوبې په پایله کې سیالې ...
26/02/2025

افغان اتلانو انګلستان ته ماتې ورکړه!!!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې خورا عالي او په زړه پورې لوبې په پایله کې سیالې انګلستان لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوالې شورا په چمپینز ټرافي سیالیو کې یې خپله لومړنۍ تاریخي بریا په خپل نوم کړه.

دا ستره بریا دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ مینه والو ته مبارک وي.

افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله

افغانستان د لاهور په میدان کې انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.نن ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د توپ وهنې ښکلې ننداره وړاندې ...
26/02/2025

افغانستان د لاهور په میدان کې انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.
نن ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د توپ وهنې ښکلې ننداره وړاندې کړه او تاریخ ساز لوبغاړی شو. لا دې وځلېږي.
ابراهیم د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې هم په نړیوال جام او هم په چمپینز ټرافي کې سلیزې کوي، ۱۷۷ منډې یې وکړې.

په توپ وهنې کې زما په نظر یو عمده ټکی او ټرنینګ پواینټ د حشمت او ابراهیم د منډو ملګرتیا وه چې د انګلنډ د ښه بالینګ او ویکټ اخیستو بهیر یې ودروه.
هو د عظمت او نبي چټکو ۴۱ او ۴۰ منډو هدف تر ۳۰۰ ورپورته کړ.

اوس نو خبره زموږ توپ اچوونکو ته پاتې ده. د راشد خان، نور احمد او محمد نبي اوورونه به دا لوبه راګرځوي، هیله ده چې زموږ تېز توپ اچوونکي نن د ورو توپ اچوو ملا وتړي.

د لاهور دا پچ د توپ وهنې لپاره بیخي برابر دی.
مه یې هېروئ، چې انګلند د توپ وهونکو اوږد کتار لري. د دوی د توپ وهنې بڼه د خرپ او ترپ ده او ممکن په لومړیو اوورونو کې زموږ د توپ اچوونکو په وړاندې د «بازبال» تګلاره خپله کړي: چټکه او یرغلیزه لوبه.

د افغانستان د بري دوعا به کوو.

واوووو مبارک شه!!ابرهیم ځدراڼ په نړيوالو يورځنیو لوبو کې د 1500 منډو پوره کولو وروسته، نن د انګلستان خلاف 100 هم ترلاسه ...
26/02/2025

واوووو مبارک شه!!
ابرهیم ځدراڼ په نړيوالو يورځنیو لوبو کې د 1500 منډو پوره کولو وروسته، نن د انګلستان خلاف 100 هم ترلاسه کړه .
وځليږې اتله!!

24/02/2025

Address

مزار
Mazar-e Sharif

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afgh N Cricket info posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afgh N Cricket info:

Shortcuts

Share