Hadi Cricket Academy هادی کرکټ اکاډمې

Hadi Cricket Academy هادی کرکټ اکاډمې Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hadi Cricket Academy هادی کرکټ اکاډمې, Sports Club, Kunduz.

د راتلونکو انټرکلب سياليو لپاره د غوره چمتووالي په موخه، هادي کرکټ اکاډمۍ د خپلمنځي ODI سيريز پيل کړی دی.د دې سيريز موخه...
23/05/2026

د راتلونکو انټرکلب سياليو لپاره د غوره چمتووالي په موخه، هادي کرکټ اکاډمۍ د خپلمنځي ODI سيريز پيل کړی دی.
د دې سيريز موخه د لوبغاړو لا ښه تياری، د استعدادونو پياوړتيا او د لوبډلې ترمنځ همغږي زياتول دي.
هيله ده چې زموږ لوبغاړي په راتلونکو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري او د اکاډمۍ نوم روښانه کړي.

07/05/2026

سلامونه
د خاوری (ټرف)پیچونو باندی مو کار شروع کړو انشاالله نږدی وخت کی به د تمرین کولو لپاره اماده شی

زمونږ ځوان رهبر ثناالله سالارزیيو بااستعداده، قوي اعصابه او په کرکټ پوه لوبډلمشر.هغه يوازې يو عادي لوبغاړی نه، بلکې يو د...
03/05/2026

زمونږ ځوان رهبر ثناالله سالارزی

يو بااستعداده، قوي اعصابه او په کرکټ پوه لوبډلمشر.
هغه يوازې يو عادي لوبغاړی نه، بلکې يو داسې رهبر دی چې د ستونزو په وخت کې هم خپله حوصله ساتي او ټيم ته لارښونه کوي.
له هغه وخته چې د لوبډلمشرۍ مسؤلیت ورسپارل شوی، نه يوازې خپله ځلېدلی، بلکې ټيم يې هم د برياوو پر لور سوق کړی دی. د هغه پرېکړې، جرأت او هوښيارتيا د لوبډلې په هره بريا کې ښکاره رول لري.
ثناالله سالارزی د داسې مشر مثال دی چې ټيم ته باور، حوصله او انرژي ورکوي. همدا ځانګړنې دي چې هره ورځ يې لوبډله لا پياوړې کوي.
هيله ده چې د ده دا بريالۍ لار همداسې دوام ومومي او نورې سترې لاسته راوړنې هم خپلې کړي.

د هادي کرکټ اکاډمي د برياوو تسلسل💪🏼💪🏼نن مو خپله دوهمه ټېسټ لوبه هم په بریا پای ته ورسوله. دا لوبه د هادي کرکټ اکاډمۍ او ...
01/05/2026

د هادي کرکټ اکاډمي د برياوو تسلسل
💪🏼💪🏼
نن مو خپله دوهمه ټېسټ لوبه هم په بریا پای ته ورسوله. دا لوبه د هادي کرکټ اکاډمۍ او عسقلان سټار لوبډلو ترمنځ د عسقلان په میدان کې ترسره شوه.
هادي اکاډمۍ ټاس وګاټه او د بېټنګ پرېکړه یې وکړه. ضیاء او شاهد ښه پیل وکړ، خو شاهد په ۱۰ منډو اوټ شو. وروسته د شعېب نوري او ضیاء ترمنځ اوږده او مهمه ملګرتیا وشوه.
شعېب نوري په زړه پورې لوبه وکړه او په ۱۴۰ بالونو یې ۲۲۰ منډې جوړې کړې. ضیاء ۹۰، ایاز ۱۲۰، بلال ۶۰، وحید ۴۰ او ثناءالله هم ۴۰ منډې زیاتې کړې. په دې ډول د هادي اکاډمۍ ټولیز سکور ۶۸۳ منډو ته ورسېد.
په توپ اچونه کې هم لوبډلې ښه کار وکړ. ذکریاء ۳، ثناءالله ۲، عثمان ۲ او زبیر ۲ وېکټې واخیستې او د عسقلان لوبډله په ۱۷۸ منډو آل اوټ شوه.
شعيب نوري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو
ــــــ
مبارک دې وي ټولو لوبغاړو او مینه‌والو ته

05/04/2026

سلامونه
که څه هم ژمی خلاص شو غوښتل مو چی د راروان د کرکټ سیزن لپاره یو ځل بیا اکیډمی د رنک کارونه او ورسره دوه نوی ویشتنځایونه جوړ کړو انشاالله نیږدی وخت کی به یی کارونه خلاص شی
Taseer Mushwani Salar Khan Ezatullah Zaki Muhib Ullah Salarzai Abdulhadi Salarzai Nasrullah Wesal

د اختريزو سياليو په دوام کې.نن هم دوه سيالي لومړي سيالي د خان اباد لوبډلې او افغان زمري لوبډلي تر منځ تر سره شوه چي افغا...
01/04/2026

د اختريزو سياليو په دوام کې.
نن هم دوه سيالي لومړي سيالي د خان اباد لوبډلې او افغان زمري لوبډلي تر منځ تر سره شوه چي افغان زمري لوبډله په وخت سره ميدان ته حاضره نشوه نو له کميټي لخوا لوبه خان اباد لوبډلې ته په ګټه ورکړل شوه
دوهمه لوبه د هادي اکاډمۍ او خان اباد لوبډلې تر منځ تر سره شوه چي هادي اکاډمۍ لوبډلي ټاس وګاټه او پخپله يي د بیټنګ پريکړه وکړه چي په ټاکلي اورونو کې يي 213 منډو هدف وټاکه ياد هدف پسی خان اباد لوبډله پاتي راغله چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يي 188 منډي جوړي کړي د لوبي غوره لوبغاړی عثمان افغان راغلي چي نوموړي څلور لوبغاړي له ميدانه بهر کړه

د ارچی اختریزو سیالیو په لړ کې د هادي اکاډمۍ او افغان زمري لوبډلو ترمنځ یوه ښه او په زړه پورې لوبه ترسره شوه. افغان زمري...
29/03/2026

د ارچی اختریزو سیالیو په لړ کې
د هادي اکاډمۍ او افغان زمري لوبډلو ترمنځ یوه ښه او په زړه پورې لوبه ترسره شوه. افغان زمري لوبډلې پچه وګټله او د بالینګ پرېکړه یې وکړه.
هادي اکاډمۍ په ټاکلو اورونو کې ۲۵۰ منډې هدف وټاکه. افغان زمري لوبډلې د هدف د پوره کولو هڅه وکړه، خو بریالۍ نه شوه او د ۹ ویکټو په زیان یې ۲۲۱ منډې جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی ایاز خان و، چې په ۱۸ توپونو یې ۵۲ چټکې منډې جوړې کړې او ۱ ویکټ یې هم واخیسته.

Good luck boys ❤️👍🏏
15/03/2026

Good luck boys ❤️👍🏏

10/03/2026

🏏 د ۲۰۲۶ انټرکلب سیالیو لپاره د هادي کرکټ اکاډمۍ د لوبډلو سکواډونه:
A ټیم:
1 ـ Sanaullah (C)
2 ـ Zakarya
3 ـ Khairullah (VC)
4 ـ Zubair Mushwani
5 ـ Bilal Dawlati (WK)
6 ـ Imran
7 ـ Haroon
8 ـ Ayaz
9 ـ Sajad
10 ـ Muhib
11 ـ Zakirullah
12 ـ Irfan Noori (WK)
13 ـ Shoaib Noori
ـــــــــــــــ
B ټیم:
1 ـ Ziaullah (C)(WK)
2 ـ Waheed (VC)
3 ـ Izat
4 ـ Anwar
5 ـ Ilyas Noori
6 ـ Naqibullah
7 ـ Zubair (WK)
8 ـ Abdul Khalil
9 ـ Khalid Salarzai
10 ـ Usman Habibi
11 ـ Bilal
12 ـ Zahidullah Salarzai
13 ـ Shoaib Akhtar
د هادي کرکټ اکاډمۍ د دواړو لوبډلو د برياوو په هيله 💪🏏

27/01/2026

د هادي کرکټ اکاډمۍ نوی لباس چمتو شو! 🏏
د هادي کرکټ اکاډمۍ نوی لباس/یونیفورم د نوي رنګ او عصري ډیزاین سره تیار شو.
۱۵۰ رنګ‌داره لباسونه او ۵۰ سپین رنګ لباسونه برابر شوي دي.
همدارنګه، سويټرې ــ کېپونه او بېکونه هم ورسره شامل دي.
ــ_ــ_

سلامونه او نیکی هیلی 👍د اکیډمی لپاره مو لاندی لباس اډر ورکړی دی په نږدی ورځو کی به راورسیږی یاد لباس مو ددی لپاره جوړ کړ...
11/01/2026

سلامونه او نیکی هیلی 👍
د اکیډمی لپاره مو لاندی لباس اډر ورکړی دی په نږدی ورځو کی به راورسیږی یاد لباس مو ددی لپاره جوړ کړو ترڅو لوبغاړی د تمرین په محال ډیر مجهزه ښکاره شی دی سره به د اکیډمی ډسپلین نور هم برابر شی او لوبغاړی به نور هم خه ښکاره شی

پته:-ارچی ولسوالی د حاجی نعیم جان کلینک تر څنګ❤️
0771915250
0787095670

Address

Kunduz

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hadi Cricket Academy هادی کرکټ اکاډمې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category