25/09/2022
_محمد اصف: پاکستانۍ لوبډله کې یو بالر هم په دې نه پوهېږي چې بال څنګه سوینګ کړي_
_د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي محمد اصف، چې د سوین د لرلو له امله مشهور دی، د انګلستان پر وړاندې په شل اوریزه لوبلړۍ کې په خپلو توپ اچونکو توندې نېوکې کړي._
_د یادونې وړ ده چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ د اوه شل اوریزه لوبو لړۍ روانه ده، چې تر دا مهاله یې درې لوبې شوي، چې دوه انګلستان او یوه پاکستان ګټلې ده، چې په دغه لوبو کې په پاکستاني توپ اچونکو سختې نېوکې کېږي._
_ځکه چې انګلستان لوبډلې په وروستیو دوو لوبو په پاکستاني توپ اچونکو ۱۹۹ او ۲۲۲ منډې جوړې کړې، چې له امله یې د پاکستان پخوانی توپ اچونکی محمد اصف هم غوسه شوی دی او نېوکې یې کړي._
_محمد اصف په خپل ټویټر اکونټ لیکلي، له شاهین افریدي وروسته یو توپ اچونکی هم په دې نه پوهېږي چې توپ څنګه سوینګ کړي._
_هغه زیاتوي، دې چارې لوبډلمشر د ډګر ساتنې په برابرولو کې پاتې راوستی او انګلستاني توپ وهونکي لپاره یې دواړو خواو ته لوبېدل اسانه کړي، نو اړینه ده چې په نوي توپ دوه ځانګړي توپ اچونکي په لوبډله کې وي._