11/10/2026
️🥊 د زړه له کومې مننه! 🥊❤️
زما د کلب د څلورمې کلیزې په ویاړ، د سهار دورې ګرانو شاګردانو له لوري د جوړو شویو ځانګړو مراسمو څخه د زړه له کومې مننه کوم.
ستاسو مینه، احترام او اخلاص زما لپاره تر ټولو لویه ډالۍ ده. ستاسو دا ښکلی احساس او نه هېرېدونکی اقدام به تل زما په یادونو کې ژوندی وي.
زه پر تاسو ټولو ویاړم او هیله لرم چې په ګډه به د لا ډېرو بریاوو، پرمختګونو او روښانه راتلونکي شاهدان واوسو.
ستاسو مینه زما قوت، ستاسو بریا زما ویاړ او ستاسو احترام زما د خدمت انګېزه ده.
یو ځل بیا د سهار دورې له ټولو ګرانو شاګردانو څخه د زړه له کومې مننه! ❤️�