16/01/2025
بیړنۍ روغتیایي مرستې:
پیژندنه (تعریف) :
لومړني روغتیایي مرستې ھغه مرستو ته وایې چې د غیر روغتیایي اشخاصو په واسطه د ناروغ د
وضعیت د وخیم کیدلو د مخنیوي په خاطر تر روغتیایي مرکزه پوری ترسره کیږي تر څو ناروغ د مرګ
څخه وژغورل شي او یا ھم د مرګ ګواښ یې کم شي.
د معلوماتو پر اساس پیښه په ھر وخت او ھر ځای کې لکه سړک ، بازار، کوڅه، دوکان ، کور او ھر
ځای کې پیښیدلای شي نو اړینه ده چې د لومړنیو روغتیایي مرستو په اړه باید ھر څوک پوه شي.
د لومړنیو مرستو تر سره کوونکي کس باید لاندی ځانګړتیاوې ولري:
* زغم ولري او د پیښې په وخت کې اوتر نه شي.
*هڅه وکړي تر څو روغتیایي ګواښ لږ کړي.
*د ناروغ باور ډیر ژر باید تر لاسه کړي.
*متضرر شوي ځای باید ولټوی په داسې حال کې چې ناروغ ته کوم زیان و نه رسیږي.
*هڅه دې وکړي چې ځان ته ضرر و نه رسوي.
*د وخیم حالاتو پر وړاندې باید خپل جرئت د لاسه ورنکړي.
*باید باور ولري کوم کار چې ترسره کوي نو په درست شکل سره یې ترسره کړي.
دپیښې او ناروغ په اړه د پام وړ ټکې:
1 .مرسته کوونکی کس باید هڅه وکړي چې دپیښې ځای ته د ډاکټر تر رسیدو ، یا تر روغتیایی
مرکز پورې د ناروغ درسیدنې پورې د ناروغ باور تر لاسه کړي او ناروغ ته ډاډګیرنه ورکړي
، که ممکن وي خپل خپلوان یې خبر کړي او د ھغو خبرو او کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي کوم
چې په ناروغ منفې اثر کوی.
2 .د مرستې په وخت کې تل باید هڅه وشي چې ناروغ ته ډیر حرکت ورنکړل شي اوباید متضرر
ساحه غیري متحرک وساتل شي.
3 .د ناروغ حیاتي نښې لکه نبض تنفس او رنګ باید وکتل شي
4 .د ناروغ سره دی خبرې وشي او مخکې له دی چې ناروغ بی ھوشه شي ھڅه وکړي چې د
ناروغ ادرس ، موبایل شمیره یې، نوم او نور ځانګړتیاوې یې یاداشت کړی.
5 .د خوراکی توکو او مایعاتو د ورکړی څخه ډډه وکړي ، کله چې ناروغ بی ھوشه کیږي په دې
صورت کې باید د ناروغ د خولې څخه نسوار، سګرت او مصنوعي غاښونه واویستل شي.
6 .که چیرې ناروغ کانګې کوي او غاړه یې مات نه وي نو غاړه یی یوې خواته تاو کړئ او که
چیرې غاړه یې مات وي نو په دې صورت کې ټول بدن یې یوې خواته کش کړئ تر څو
ناروغ په آسانۍ سره کانګه وکولای شي.
دزغم لرل د مرسته کوونکې کس له عمده ځانګړنو څخه دی چې باید ورته ځیر شي.
انسانان پخپل ژوند کې د مختلفو پیښو شاھدان وي، ممکن ځینې له تاسې څخه پخپل ژوند کې
د داسې پیښو سره مخ شي چې که په خوب کې وګوري یا دپبښې کیسه تاسې ته څوک وکړي نو
تاسې به په ورځو ورځو ناراحت وی، نو دا تاسې یاست چې باید خپل ارامښت وساتۍ او
دناروغ سره مرسته کوی او که خپل ارامښت ونه ساتۍ نو ممکن ناروغ ته د مرستې پر ځای
به مو تاوان رسولی وي، دخپل ناروغ سره مھربان او زړه سواندې واوسئ او دناروغ اعتماد
ترلاسه کړی .
که چیرې تاسې له داسې پیښو سره مخ کیږي چې په ښار، کوڅه یا په داسې ځای کې چې
تاسې خلک نه پیژني نو هڅه وکړئ چې دډاکټر یونیفورم په تن کړی .
که مو یونیفورم ونه مونده نو یو سپین رنګه څادر له ځانه تاو کړی دا به ددې ښکارندویي
کوي چې تاسې دپیښې د لیدونکو څخه نه بلکې ھغه کس یاست چې له ناروغ سره مرستې ته
راغلی یاست نو په دی ډول به نور خلک ھم له تاسې پیروی کوي او تاسې سره به مرسته کوی
کله چې ناروغ ته نږدې کیږي نو ناروغ به په دوو حالتونوو کې مومې یابه په ھوش یابه بې هوشه وی
که چیرې ناروغ په ھوښ کې وو، ھڅه وکړئ چې دناروغ سره دمرستې په وخت کې د ناروغ
ادرس ، نوم ، او د خپلوانو ادرس یې له ځانه سره نوټ کړئ.
که چیرې دوه کسان په یوه وخت کې د ناروغ مرستې ته ورشي نو ښه به دا وي چې یو کس
دی له ناروغ سره مرسته وکړي او بل کس دی د ناروغ مالومات په یوکاغذ کې نوټ کړي.
که دمرستې په وخت کې نور کسان پخپله غوښتنه له تاسې سره مرسته کوي نو ښه خبره ده
ځکه په دی کار سره به ستاسې کار ھم اسانه شي اوھم دناروغ څخه تاسې واټن اخلی، ناروغ
به دازادې ھوا دتنفس کولو څخه ګټه پورته کوي.
کله چې دناروغ سره مخ کیږی نولاندې ټکي په نظرکې ونیسئ:
ایا ناروغ سرګرځیدنه لری؟
ساه بندي لری،کانکې لري؟
د وینې بهیدنه لري؟
که د وینې بهیدنه لري د بدن په کومو غړو کې واقع شوی دی
ھڅه وکړئ حیاتي نښې ( دناروغ دوینې فشار،تنفس،دزړه ضربان اونبض) یی وڅاري او
ورسره مرسته وکړی.
د لومړنیو مرستو داړتیا وړ توکې (وسایل):
داباید ھیره نه کړو چې پیښه په ھر ځای کې پیښیدلای شي دمرسته کوونکې کس یوه له غوره
ځانګړنو څخه دادی چې دپیښې له شته وسایلو او امکاناتو اعظمي ګټه پورته کړي ، ځکه
ممکن پیښه په داسې ځایونو کې لکه سړک ،کوڅه او بازار کې پیښ شي، نو ھلته د روغتایي
وسایلو نه شتون مو باید دکار ځنډ نه شي او باید له شته امکاناتو ګټه پورته کړی، که وغواړو
چې د لومړنی روغتیایی مرستې وسایل برابر کړو نو دھرځای لپاره توپیر کوي مګر وسایل یې
په لاندې ډول دی
مالوچ
په مختلفو اندازو پاک غاز
بنداژ
لکوپلاست
پنس
پینست
بیاتی (قیچي)
د ګرمو او سړو اوبو لوښې
ترمامتر( دبدن د حرارت داندازه ګیرۍ الا)
دستکشې
سرنج
پایوډین
ډیټول
صابون
ددرد ارام کوونکې درمل
دسوزیدنې ضد مرحم
غوړ کریمونه د سوزیدنې لپاره
د ځینو ناروغيو ښکاره نښې نښانې
د تسمم نښې: کانګه، اسھال، عمومي کمزورتیا او نور.
د مغزي سکتې نښې :د بدن فلج کیدل، د سترګو د کڅې نامساوات او د رنګ الوتل
د داخلي وینې بھیدنې نښې: د بدن سوړوالی، د نبض تیزوالی او الوتلی
رنګ
د جمجمې د ماتیدو نښې: د غوږ او پزې څخه د وینې بھیدل چې په ځینو حالاتو کې نه
لیدل کیږي.
1 .د بدن د مھرو ماتید نه: د پښو نه حرکت او درد.
2 .د غاړې د مھرو ماتید نه: د لاسونو نه حرکت البته په ھغه صورت کې چې لاسونه مات شوي نه وي
درانو لوستونکو پاڼه لایق او شیر کړي
ضرور مــــو فـــــالو کړي