25/12/2023
تیره ورځ بست زون د ۶ ویکټو په توپیر بند امیر الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
د زونونو په کچه د ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالیو په ۸مه لوبه کې تیره ورځ د خوست په تڼیوال پارک مس عینک کرکټ لوبغالي کې د بست او بند امیر زون لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې پایله کې یې بست زون لوبډلې د ۶ ویکتو په توپیر بریا خپله کړه.
عزیز احمد په دغه لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۵ ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.