31/01/2025
په کندهار کې د لسګونه پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې مېله ترسره سوه.
نن جمعه د کندهار ښار په غازي محمدایوب خان (باغ عمومي) لوبغالي کې د لسګونه پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې مېله وشوه، چې ګڼ شمېر مینوالو، مشرانو، او ورزشي مسئولینو یې ننداره وکړه.
یاده سیالي د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري تنظیم سوې وه، چې پکې د بېلابېلو سیمو ځواکمنو پهلوانانو برخه اخیستې وه. د کندهار د سپورټ او بدني روزنې رئیس حافظ محمودآغا بشر وویل چې د دغو سیالیو هدف د پهلوانانو او مینوالو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د عامو خلکو لپاره سالمه تفریح برابرول دي.
د غېږنیونې دا مېله د کندهار د ورزشي دودونو د ژوندۍ ساتلو یوه هڅه وه، چې پکې ګډونوالو خپل مهارتونه وښودل او مینوالو یې له سیالیو خوند واخیست.