18/09/2025
د لوبډلې د ټاګلو ستونزې
یو له هغو اصلي ستونزو څخه چې موږ د یوولس کسیزې لوبډلې په انتخاب کې ورسره مخ یو، د لوبغاړو رول پر اساس نه ټاکل دي. د دې له امله، توپ وهنې ته د لوبغاړو راتګ بې ترتیبه او ګډوډ وي.
که موږ د یوولس کسیزې لوبډلې انتخاب د رولونو پر بنسټ وکړو، نو له یوې خوا به هر لوبغاړي ته په ډله کې د هغه مشخص مسوولیت په واضح ډول ښکاره شي، او له بلې خوا به د لوبې د بایللو پر وخت د کمزوریو ټکي په اسانۍ سره څرګند شي. دا کار به په راتلونکې کې د لوبډلې په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د لوبغاړو رولونه او د هغوی تعداد:
الف: د سر توپوهونکي (۳ لوبغاړي)
۱. ګربز
۲. صدیق
۳. ابراهیم
ب: د منځ توپوهونکي (۵ لوبغاړي)
۴. اسحاق
۵. دروېش
ج: ټولچاري (۲ لوبغاړي)
• توپوهونکی چې چټکه توپ اچونه هم کولی شي (۱ لوبغاړی)
۶. عظمت
• ورو توپ اچوونکی چې د توپ وهنې وړتیا هم لري (۱ لوبغاړی)
۷. راشد
د: مسلکي ورو توپ اچوونکي (۲ لوبغاړي)
۸. نوراحمد
۹. مجیب / غظنفر
هـ: مسلکي چټک توپ اچوونکي (۲ لوبغاړي)
۱۰. فاروقي
۱۱. نوین / نوید / عبدالله احمدزی
که غواړو چې لوبډله منظمه او موثره وي، نو دا ډول د رول پر اساس ټاکنه بېخي ضروري ده. دا نه یوازې د لوبغاړو فعالیت ته نظم وربخښي، بلکې د ټیم د قوت او کمزوریو پېژندنه او اصلاح کې هم مرسته کوي.