16/12/2022
د اسټراليا شل اوريز کرېکټ ليګ بېګ باش (بي بي اېل) کې اډلېډ سټرايکرز د سېډني تندر ټوله لوبډله په يوازې ۱۵ منډو وسوځوله.
دا په شل اوريز کرېکټ او بېګ باش کې د تر ټولو کمو منډو رېکارډ دی.
اډلېډ لوبډلې سېډني ته د ۱۴۰ منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې يې د سېډني ټوله لوبډله د ۳۵ توپونو په لوبولو سره وسوځېده.
تر دې وړاندې په شل اوريز کرېکټ کې د تر ټولو کمو منډو ریکارډ له ترکيې سره و. د ترکيې لوبډله د چک جمهوريت پر وړاندې په ۲۱ منډو سوځېدلې وه.
په نننۍ سيالۍ کې د سېډني لوبډلې لپاره هېنري تورنټون ۵، وېس اېګر ۴ او متيو شارټ یوه وېکټه واخيسته.
افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي چې د اډلېډ لوبډلې لپاره لوبېده د شلو منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول.
بل افغان لوبغاړی راشد خان بيا د سېډني لوبډلې لپاره سيالي کوله.