13/01/2026
د افغانستان خلاف شل اووریزو سیالیو لپاره ویسټ انډیز لوبډله اعلان کړه، مهم ټکي:
- برانډن کینګ به د 16 کسیزې لوبډلې مشري کوي.
- جیسن هولډر، روومن پاول او روماریو شیفرډ ته آرام ورکړل شوی.
- د شای هوپ، روسټن چیس، اکیل حسین او شیرفین ردرفورډ په شمول بعضې مهم لوبغاړي په سکواډ کې نشته، دوي اوس مهال د سوېلي افریقا لیګ کې بوخت دي.
- شمار جوزف او ایوین لیویس له ټپونو وروسته، دې سکواډ ته غوره شوي خو الزاري جوزیف لا هم د ټپونو له وجې نه دی انتخاب شوی.
- ځوان کوینټین سمپسون ته په لومړي وار په شل اووریز سکواډ کې ځای ورکړل شوی.
- د مشر روزونکي ډیرن سمي په مشرۍ به یاد سکواډ سبا له ویسټ انډیز څخه حرکت وکړي او د جنوري په شپاړسم تاریخ به اماراتو ته ورسیږي، لومړۍ سیالۍ په نولسمه نیټه ده.
- روزونکي ډیرن سمي دا سیریز د شل اووریز نړیوال جام د چمتوالي لپاره مهم بللی، حال دا چې د نړیوال جام لپاره بعضې کلیدي لوبغاړي ددې سیالیو برخه نه دي.
د یادونې وړ ده چې یو شمیر افغان لوبغاړي هم دم ګړۍ د سوېلي افریقا او بنګلدېش په تجارتي لیګونو کې لوبیږي چې بعضې یې اماراتو ته ستانه شوي دي، او پاتې لوبغاړي به هم نن/سبا یاد لیګونه پرېږدي.
د ویسټ انډیز سکواډ:
برانډن کنگ (کپتان)
الیک اتانازي
کیسي کارټي
جانسن چارلس
میتیو فورډ
جسټین ګریوز
امیر جنګو
شمار جوزیف
ایوین لیوس
ګوډاکیش موتی
خاري پیری
کوینټین سمپسون
جیډن سیلز
رامون سیمونډز
شمار سپرېګر
شمرون هیتمایر
غروال