30/11/2025
کله چې ته وفات شې،
ویل شوي دي چې ستا روح د بدن ترڅنګ پاتې وي، د بالښت ترڅنګ یا د کټ لاندې کيږی.
دا کله پېښېږي؟
کله چې تاته غسل درکړي، کفن پر تا اچول کېږي.
او کله چې ته قبر ته کېښوول شې،
ستا روح بېرته ستا بدن ته راګرځي.
کله چې خلک له قبره ولاړ شي،
ته داسې راویښېږې لکه له خوبه چې راپاڅېدلی یې.
ته درې ځله هڅه کوې چې کینې، خو هر ځل ستا سر د قبر دیوال ته لګېږي.
ته ناڅاپه دا درک کوې چې دا هر څه عادي نه دي،
بیا ته پوهېږې چې نور ته د ژوندو له ډلې نه، بلکې د مړو له ډلې یې،
او دا شپه ته په بل جهان کې یې.
لږ وخت وروسته، دوه پرښتې راځي ـ منکر او نکیر.
د دوی دنده دا ده چې په قبر کې درې پوښتنې وکړي:
ستاسې رب څوک دی؟
ستاسې دین څه دی؟
ستاسې پېغمبر څوک دی؟ (صلى الله عليه وسلم)
یا به ته سم ځوابونه ورکوي او بریالی به شې،
او یا به ګډوډ شې او ناکام به شې.
بیا به تا یوې بلې نړۍ ته یوسې، چې برزخ نومېږي.
دا یو پړاو دی چې دوه دروازې لري:
یوه دروازه جنت ته ده،
او بله دروازه د دوزخ لور ته ده.
هلته به ته د قیامت تر ورځې پورې انتظار کوې،
بیا به حساب و کتاب کېږي، او پرېکړه به وشي چې ته جنتی یې او که دوزخی.
او کله نا کله، ستا خپلوان، ملګري او دوستان به ستا قبر ته راشي،
او تا به یاد کړي.
ویل شوي دي چې یوه فرښته به راشي او تا ته به خبر درکړي:
ستا زوی تا ته سلام ویلی دی... ستا مور، ستا ښځه یا لور راغلې ده...
بیا به ستا روح د قبر له خاورې پورته راشي،
او د هغوی خبرې به واوري، او د دوی د قدمونو غږ به احساس کړي.
په یاد ولره:
ما دا هر څه لومړی د خپل ځان لپاره ولیکل، بیا ستا لپاره،
تر څو موږ له خپلو ګناهونو توبه وباسو،
او د ژوند اصلي حقیقت وپېژنو.
یا الله! زموږ ګناهونه وبخښه.
زموږ خاتمه ښه کړه.
آمین.
نبي کریم ﷺ فرمایلي دي:
زما له خوا که یو حدث هم وي، خلکو ته یې ورسوئ."