11/06/2026
د ډي ايل قانون له مخې د هندوستان پر وړاندې د افغان ابداليانو بريا
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې په درې اړخيز سيريز کې هندوستان لوبډلې ته د 4 منډو په توپير ماته ورکړه
عادله ستانکزۍ
افغانستان الف لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د هند الف لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې د هند لوبډلې د 349 منډو په جوړولو سره سيالې لوبډلې ته د 350 منډو هدف وټاکه.
په دويمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې د 25.5 اورونو په لوبولو سره 177 منډې جوړې کړې،چې د پرلپسې باران ورښت له امله لوبه وځنډيده او بيرته پيل نه شوه،د ډي ايل سيسټم له مخې افغان لوبډله له سيالې لوبډلې څخه 4 منډې مخکې وه ،چې په پايله کې لوبه د افغانستان په ګټه د څلور منډو په توپير سره پاى ته ورسېده.
افغان ابداليان به د خپلې دويمې لوبې لپاره راتلونکې شنبې په ورځ د سريلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.