Pashto Viral News

Pashto Viral News تازه او کره خبرونه | افغانستان او نړۍ
هر مهم خبر، پر خپل وخت.

نړیوال خبر | وینزویلاد وینزویلا د ولسمشر مادورو د نیولو وروسته د هغه لومړنی انځور خپور شوی، چې د امریکایي ځواکونو له خوا...
03/01/2026

نړیوال خبر | وینزویلا

د وینزویلا د ولسمشر مادورو د نیولو وروسته د هغه لومړنی انځور خپور شوی، چې د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې بشپړ جزیات لا نه دي څرګند شوي، خو نړیوالو رسنیو یې پراخ پوښښ کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د وینزویلا پر وړاندې د امریکا د برید پر مهال د دې هېواد ولسمشر او د هغه مېرمن ژوندي ...
03/01/2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د وینزویلا پر وړاندې د امریکا د برید پر مهال د دې هېواد ولسمشر او د هغه مېرمن ژوندي نیول شوي دي.

تر اوسه د وینزویلا حکومت او نړیوالو رسمي سرچینو د دې ادعا پخلی نه دی کړی. نور جزیات به وروسته شریک شي.

03/01/2026

ويډيو درسره شریک کړۍ

په پاکستان کې د روان کال پر مهال د بېلابېلو امنیتي پېښو له امله ۶۶۴ سرتېري وژل شوي دي.راپورونه وایي، دغه تلفات د وسله‌ و...
01/01/2026

په پاکستان کې د روان کال پر مهال د بېلابېلو امنیتي پېښو له امله ۶۶۴ سرتېري وژل شوي دي.
راپورونه وایي، دغه تلفات د وسله‌ والو بریدونو، نښتو او ناامنیو پر مهال اوښتي، چې ورسره د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

چارواکي وایي، د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم په ځینو سیمو کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار په یوه روغتون کې د بریالۍ جراحي پر مهال د ۳۰ کلن ناروغ له پښتورګو ۸۹ کوچنۍ ډبرې ایستل شوې دي.ډاکتران وایي، نار...
31/12/2025

د ننګرهار په یوه روغتون کې د بریالۍ جراحي پر مهال د ۳۰ کلن ناروغ له پښتورګو ۸۹ کوچنۍ ډبرې ایستل شوې دي.
ډاکتران وایي، ناروغ تر عملیاتو وروسته د ښه روغتیایي حالت لرونکی دی او تر څارنې لاندې ساتل کېږي.

د ډاکترانو په وینا، د اوبو کم څښاک او ناسمه تغذیه د پښتورګو د ډبرو له مهمو لاملونو څخه دي.

الرمصاد رسنۍ ادعا کوي چې د جنرال سریع د وژنې تر شا د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) لاس لري.د راپور له مخې، دا ادعا د ځی...
31/12/2025

الرمصاد رسنۍ ادعا کوي چې د جنرال سریع د وژنې تر شا د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) لاس لري.
د راپور له مخې، دا ادعا د ځینو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ مطرح شوې، خو تر اوسه یې رسمي تأیید نه دی شوی.

د قزاقستان د کرنې وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته د غنمو صادرات ۳۶ سلنه زیات شوي، چې دا د دواړو هېوادونو ...
31/12/2025

د قزاقستان د کرنې وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته د غنمو صادرات ۳۶ سلنه زیات شوي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو نښه بلل کېږي.

چارواکي وایي، د غنمو د صادراتو زیاتوالی به د افغانستان د خوړو د بازار په ثبات کې مهم رول ولوبوي.

ایران | د اسعارو سقوط او پراخ لاریونونهپه ایران کې د پیسو ارزښت د کمېدو په سبب پراخ لاریونونه او مظاهرې پيل شوي دي.عوام ...
30/12/2025

ایران | د اسعارو سقوط او پراخ لاریونونه
په ایران کې د پیسو ارزښت د کمېدو په سبب پراخ لاریونونه او مظاهرې پيل شوي دي.

عوام د اقتصادي ستونزو، لوړ قیمتونو او د ژوند د معیار د خرابېدو په اعتراض کوی.

وضعیت په ځینو ښارونو کې له کنټرول څخه بهر بلل شوی او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،که ایران خپل توغندیز او اټومي پروګرام ته دوام ورکړي، نو امریکا به سمدستي اقدام وکړي.دا ...
30/12/2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،
که ایران خپل توغندیز او اټومي پروګرام ته دوام ورکړي، نو امریکا به سمدستي اقدام وکړي.

دا څرګندونې د ایران د اټومي فعالیتونو او د سیمې د امنیت په تړاو شوې دي او د نړیوالو رسنیو پراخ پام یې ځانته اړولی دی.

د امریکا پخواني د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي،ایرانیان د داسې یوه حکومت وړ دي چې د خلکو د ګټو استازولي وکړي، نه د م...
30/12/2025

د امریکا پخواني د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي،
ایرانیان د داسې یوه حکومت وړ دي چې د خلکو د ګټو استازولي وکړي، نه د ملایانو.

دا څرګندونې د ایران د کورني وضعیت او نړیوالو سیاسي بحثونو په تړاو شوې دي او د نړیوالو رسنیو پام یې ځانته اړولی دی.

ټرمپ ایران ته سخت خبرداری ورکړد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که پر امریکا یا د هغې پر ګټو بل برید...
30/12/2025

ټرمپ ایران ته سخت خبرداری ورکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که پر امریکا یا د هغې پر ګټو بل برید وشي، ځواب به یې تر پخوا ډېر سخت وي.

ټرمپ ویلي، امریکا د خپل امنیت او خپلو متحدینو د ساتنې لپاره هر ډول اقدام ته چمتو ده او ایران باید د خپلو کړنو پایلې په پام کې ونیسي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

د نړيوالې کرکټ شورا (ICC) له لوري د افغان کرکټ بورډ د بوديجې د ګرځولو په اړه خپرې شوې اوازې بې‌ بنسټه او ناسمې دي.باوري ...
30/12/2025

د نړيوالې کرکټ شورا (ICC) له لوري د افغان کرکټ بورډ د بوديجې د ګرځولو په اړه خپرې شوې اوازې بې‌ بنسټه او ناسمې دي.

باوري سرچينې وايي، د افغان کرکټ بورډ مالي ملاتړ پر خپل حال پاتې دی او د بوديجې د بندېدو يا ګرځولو په تړاو کوم رسمي تصميم نه دی شوی.

افغان کرکټ بورډ خپل فعاليتونه د معمول په څېر روان ساتلي او مينه‌ وال دې د اوازو پر ځای رسمي معلوماتو ته پاملرنه وکړي.

Address

United Kingdom
Kabul
1001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto Viral News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share