21/07/2026
🏐 د سروبي د سترې او چیلنجي والیبال سیالۍ پایله 🏆
د سروبي د ګازینو په والیبال میدان کې نن د جنرال نوید هوتک لوبډلې او د سروبي منتخب لوبډلې ترمنځ یوه ډېره په زړه پورې، لوړه کچه او هیجاني سیالي ترسره شوه.
د دواړو لوبډلو د زړه راښکونکو او سیالیزو لوبو وروسته، د جنرال نوید هوتک لوبډلې وکولای شول د ۲–۰ میدانونو په ګټلو سره بریا خپله کړي. 👏🏆
دواړو لوبډلو غوره او مسلکي لوبه ترسره کړه او د سروبي د والیبال مینهوالو ته یې یوه نه هېرېدونکې او خوندوره سیالي وړاندې کړه.
موږ د جنرال نوید هوتک لوبډلې ته د دې ښکلې بریا مبارکي وایو، او د سروبي منتخب لوبډلې د ښې لوبې او هڅو ستاینه هم کوو.
🤝 والیبال د ورورولۍ، یووالي او سالمې سیالۍ پیغام دی.
له ټولو لوبغاړو، تنظیموونکو او هغو مینهوالو څخه چې په دې ستره سیالۍ کې یې ګډون کړی و، د زړه له کومې مننه.