کرکټ او افغان لوبغاړی

کرکټ او افغان لوبغاړی کرکټ او تاسو

د میرویس اشرف او نصیب خان په درې کلنه دوره کې په بانکي او سفري بندیزونو کې یو څو کارونه چې پخوا نه وو شوې.👇۱)۲۰۲۴ شل اور...
31/08/2024

د میرویس اشرف او نصیب خان په درې کلنه دوره کې په بانکي او سفري بندیزونو کې یو څو کارونه چې پخوا نه وو شوې.👇

۱)۲۰۲۴ شل اوریز جام کې لومړي ځل د افغانستان لوبډله سیمي فاینل ته رسول او لومړي ځل اسټرالیا، نیوزیلینډ او بنګله دیش غوندې لوبډلې ماتول.

۲)د ۲۰۲۳ نړیوال جام کې انګلستان، پاکستان، سرېلانکا په شان لوبډلې ماتول.

۳)د نولس کلنو ۲۰۲۱ نړیوال جام کې لوبډله تر سیمې فاینل پورې رسول.

۴)د افریقا، نیوزیلینډ، هند، سریلانکا، بنګله دیش او پاکستان سره سیریزونه/ لوبلړۍ برابرول.

۵)ملي لوبډلې ته عظمت الله عمرزی، فضل الحق فاروقي، نور احمد، قیس، درویش رسولي، الله محمد عضنفر، نوید ځدراڼ، ضیاء الرحمن اکبر، عبدالرحمن، سلیم صافی، ننګیال خروټی، صدیق اتل،اسحق رحیمي، بهیر شاه محبوب رقم لوبغاړي راوستل، تر څنګ یې رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په شلن بهترینه اوپننګ جوړه ورکول.

۶)له ډیرې مودې وروسته شپګیزه د کرکټ بورډ په خپله په داسې حال کې کول چې د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ګډون پکې وکړ او وفی الله تره خیل،یاما عرب، الله، محمد عضنفر، وسیم اکرم، فریدون، بشیر احمد، زبید اکبري په شان ستوري پکې پیدا شول.

۷)الف لوبډله یا ابدالیان جوړول، او همدې لوبډلې ته د بنګلا دیش، سرېلانکا او عمان، سره سیریزونه برابرول.

۸)د سپانسر د نشتوالي ستونزه له مینځه وړل، اتصالات او سوپر کولارقم شرکتونه د سپانسر لپاره اماده کول.

۹)لومړی ځل له بنګله دیش په خپل کور کې یو ورځنیو لوبو سیریز ګټل او پاکستان په شان هېواد څخه په شارجه کې سیریز ګټل.

۱۰)د اسټرالیا له طرفه د لوبو لغوه کولو د اعلان وروسته د اسټرالیا پر ځای پاکستان او افریقا راوستل.

۱۱)د کرکټ نړیوالې شورا کې بودیجه ۳ چنده او اسیایي شورا کې ۴ چنده بودیجه لوړول.

۱۲)کرکټ بورډ ته نوی تشکیل جوړول او کابل کې د لوبغاړو لپاره د روزنې مرکز یا (HPC)جوړول.

۱۳)سختو سیاسي او سفري مشکلاتو سره سره متحده عربي اماراتو او هند کې د میدانو او ویزو ستونزه له مینځه وړل او کوربه توب لپاره بیا میدانونه تر لاسه کول.

۱۴) د کورني کرکټ لوبې په ژوندۍ بڼه نشرول او قوشتپې جام او زرغون جام غوندې کورني کرکټ ایونټونه ور اضافه کول.

۱۵)د نړیوال او کورني کرکټ د لوبغاړو میچ فیسونه درې چنده لوړول.

۱۶) د افغانستان غوره لیګ یا APL لپاره هلې ځلې کول او تیر مشکلات له مینځه وړل ښایي کرکټ بورډ نږدې شوی چې ۲۰۲۵ کې دا لیګ بیا تر سره کړي
۱۷) د لومړي ځل لپاره افغانستان چمپین ټرافي ته لار ومونده، چې ۲۰۲۵ کې به د نړۍ ۸ غوره هېوادو تر منځ به تر سره کیږي.

پل علم، باختر، د زمري ٣٠مهدغه پنځوس آوریزې سیالۍ، چې د افغانستان کرکټ بورډ او د لوګر کرکټ آمریت لخوا د شپاړسو رسمي  کلبو...
20/08/2024

پل علم، باختر، د زمري ٣٠مه

دغه پنځوس آوریزې سیالۍ، چې د افغانستان کرکټ بورډ او د لوګر کرکټ آمریت لخوا د شپاړسو رسمي کلبونو تر منځ پر لاره اچول شوي دي، په یولسمه لوبه کې یې د خوښۍ لوبډلې وکولی شو د خورشید جهان لوبډلې ته د ٢ وېکټو په توپیر ماته ورکړي.

په لوبه کې لومړۍ توپوهنه د خورشید جهان لوبډلې وکړه، چې سیالې لوبډلې ته یې 123 منډې هدف وټاکه، چې د خوښۍ لوبډلې وکولی شو، چې په 22 اورونو کې ټاکل شوي هدف بشپړ او بریا خپله کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ په لسمه لوبه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لوبډلې وکولی شو د همت بي لوبډلې ته ماته ورکړې.

نړیوال جام کی افغانان زموږ اتلان تر ټولو مخکی
30/06/2024

نړیوال جام کی افغانان زموږ اتلان تر ټولو مخکی

30/06/2024

د افغان لوبډلې جایزه!
افغان کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال شل اوریز جام کې ۷۸۷٫۵۰۰ ډالر نقدي جایزه ترلاسه کړه.

د IPL سیالیو ۱۷م پړاو نن پیل کيږي چې په کې لس لوبډلې ټولی ۷۴ لوبې ترسره کوي.په سږني IPL کې د بل هر کال په پرتله زيات اته...
22/03/2024

د IPL سیالیو ۱۷م پړاو نن پیل کيږي چې په کې لس لوبډلې ټولی ۷۴ لوبې ترسره کوي.
په سږني IPL کې د بل هر کال په پرتله زيات اته افغان لوبغاړي لوبيږي چې راشدخان، نوراحمد او عمرزی د ګجرات ټایټانز، مجیب الرحمن او رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز، فضل حق فاروقي د سن رایزر حیدراباد، محمدنبي د ممبي اینډینز او نوین الحق بیا د لکنو سوپر جاینټز په لوبډله کې لوبېږي.

د سږ کال IPL لوبو مهالويش
20/03/2024

د سږ کال IPL لوبو مهالويش

د خان بل ريکارډ راشد خان په نړۍ کې لومړنی توپ اچوونکی دی چې زيات لوبغاړي يې بولډ اوټ کړي.
20/03/2024

د خان بل ريکارډ
راشد خان په نړۍ کې لومړنی توپ اچوونکی دی چې زيات لوبغاړي يې بولډ اوټ کړي.

زه به درته د کرکټ او کرکټ لوبغاړو باره کی رنګه رنګ معلومات درکوم ستاسو د لایک او پالو په هيله
20/03/2024

زه به درته د کرکټ او کرکټ لوبغاړو باره کی رنګه رنګ معلومات درکوم
ستاسو د لایک او پالو په هيله

ټاکل شوې، چې یاد جام به ۱۵ بېلا بېلو هېوادونو ته د نندارې لپاره یوړل شي.
19/03/2024

ټاکل شوې، چې یاد جام به ۱۵ بېلا بېلو هېوادونو ته د نندارې لپاره یوړل شي.

نويد صايم کاکړ د کرکټ بورډ د ليګونو تنظمونکى په ټوګه نن رسما معرفى شو کاکړ صاحب مخکى هم په مختلفو دندو له کرکټ بورډ سره ...
03/04/2023

نويد صايم کاکړ د کرکټ بورډ د ليګونو تنظمونکى په ټوګه نن رسما معرفى شو
کاکړ صاحب مخکى هم په مختلفو دندو له کرکټ بورډ سره پاتى شوى او په نوى دنده کى هم ورته۔ بريا غواړو۔
صايم صاحب ته د زړه له کومى مبارکى وايم
په خپلو چارو کى درته بريا غواړم
Naweed Sayem Kakar

نجیب الله ځدران په زړه پوری لوبه تر سره کړه په پاکستان لیګ که.نجیب په ۳۴ توپونو ۵۹ منډی تر سره کړی .اتلان د په هر دګر کا...
05/03/2023

نجیب الله ځدران په زړه پوری لوبه تر سره کړه په پاکستان لیګ که.
نجیب په ۳۴ توپونو ۵۹ منډی تر سره کړی .
اتلان د په هر دګر کامياب وى

تازهد افغانستان اوپاکستان ترمنځ  ۲۰ اوریزه سیالۍ به د مارچ په ٢٥، ٢٧ او٢٩ مه نيټو تر سره شيدا لوبې به پس له روژه ماتي پی...
05/03/2023

تازه
د افغانستان اوپاکستان ترمنځ ۲۰ اوریزه سیالۍ به د مارچ په ٢٥، ٢٧ او٢٩ مه نيټو تر سره شي
دا لوبې به پس له روژه ماتي پیلیږي او د شپې ناوخته پوري به دوام کوي.
د دغو لوبو څخه ترلاسه کېدونکي پیسې به د دواړو هېوادونو ترمنځ وویشل شي.

Address

Kartinow
Kabul

Telephone

+93770464218

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کرکټ او افغان لوبغاړی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to کرکټ او افغان لوبغاړی:

Share

Category