Afghan Cric Tracker

Afghan Cric Tracker تازه معلومات د کرکټ نړي څخه🌍🏏 تازه ترین معلومات از دنیا کرکت.

نن بیا راشد خان د ای پي ال د کوچني خو خطرناک لوبغاړي سوریاوانشي سره مخامخ دی. تېر ځل راشد خان سوځولی و.نن به څنګه شي؟
29/05/2026

نن بیا راشد خان د ای پي ال د کوچني خو خطرناک لوبغاړي سوریاوانشي سره مخامخ دی. تېر ځل راشد خان سوځولی و.
نن به څنګه شي؟

دوه افغان لوبغاړي قیس احمد او شرف الدین اشرف هند ته له رسېدو سره سم ناجوړ شاپور ځدراڼ ته وینه ورکړېده .د شاپور ځدراڼ نار...
29/05/2026

دوه افغان لوبغاړي قیس احمد او شرف الدین اشرف هند ته له رسېدو سره سم ناجوړ شاپور ځدراڼ ته وینه ورکړېده .
د شاپور ځدراڼ ناروغي داسې ټکان ورکونکې ده چې زیات وخت ورته د وینې اړتیا وي دوی دواړه ځان رسولی الله ج دې اجرونه ورکړي .
د شاپور ځدراڼ د روغ صحت په هیله .

ویراټ کوهلی که سوریاونشید ویراټ کوهلي د ۲۰۱۶ کال تاریخي IPL سیزن او د ویبهو سوریه‌ونشي د ۲۰۲۶ کال توپاني سیزن ترمنځ اوس ...
29/05/2026

ویراټ کوهلی که سوریاونشی
د ویراټ کوهلي د ۲۰۱۶ کال تاریخي IPL سیزن او د ویبهو سوریه‌ونشي د ۲۰۲۶ کال توپاني سیزن ترمنځ اوس د کرکټ نړۍ کې لوی بحث روان دی.
د راپور له مخې، ویراټ کوهلي په ۲۰۱۶ کال IPL کې ۹۷۳ منډې جوړې کړې وې، چې تر اوسه د یوه سیزن تر ټولو ستر ریکارډ ګڼل کېږي. خو ویبهو سوریه‌ونشي په ۲۰۲۶ کال کې د خپل خطرناک بریدګر بیټنګ او مسلسل شپږیزو له امله ټوله نړۍ حیرانه کړې ده.
کوهلي هغه وخت د خپل کرکټ د عروج په مرحله کې و. هغه په تخنیک، حوصلې او مسلسل اننګزونو منډې جوړولې. هره لوبه کې یې د کلاسیکو شاټونو ننداره کوله او تقریباً هېڅ بالر یې نه پرېښود.
خو ویبهو سوریه‌ونشي بیا بل ډول طوفان جوړ کړی دی. هغه یوازې ۱۵ کلن دی، خو داسې شپږیزې وهي لکه څو کاله تجربه لرونکی نړیوال لوبغاړی. د هغه بیټنګ کې ویره نشته؛ یوازې برید، پاور او تیز رفتار شته.
راپور وایي:
“د کوهلي ۲۰۱۶ سیزن د بیټنګ جنت و، خو د سوریه‌ونشي ۲۰۲۶ سیزن د شپږیزو لیونتوب دی
ویبهو سوریه‌ونشي تر اوسه ۶۸۰ منډې جوړې کړې دي. که څه هم دا د کوهلي له ۹۷۳ منډو کمې دي، خو د هغه د منډو سرعت، سترایک رېټ او پر بالرانو فشار داسې دی چې خلک یې له کوهلي د ۲۰۱۶ کال سیزن سره پرتله کوي
په ځانګړي ډول د سنرایزرز حیدراباد پر ضد د هغه ۹۷ منډې یوازې په ۲۹ توپونو د IPL تاریخ له تر ټولو خطرناکو اننګزونو څخه ګڼل کېږي. هغه په دې لوبه کې مسلسل سترې شپږیزې ووهلې او ټول کرکټ نړۍ یې حیرانه کړه
اوس ډېری پخواني لوبغاړي او مبصرین باور لري چې ویبهو سوریه‌ونشي ښايي راتلونکو کلونو کې د IPL او نړیوال کرکټ تر ټولو لوی ستوری شي.

دلوی اختر مو مبارک شه الله ﷻ دې ستاسو عبادتونه، قربانۍ او دعاګانې قبول کړي، کور مو له خوشحالۍ، مینې او برکته ډک شه. 🌙✨
27/05/2026

دلوی اختر مو مبارک شه
الله ﷻ دې ستاسو عبادتونه، قربانۍ او دعاګانې قبول کړي، کور مو له خوشحالۍ، مینې او برکته ډک شه. 🌙✨

د افغانستان کرکټ بورډ د هندوستان پر وړاندې د افغان لوبډلې یو ټیسټ او درې پنځوس آوریزه سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړو...
26/05/2026

د افغانستان کرکټ بورډ د هندوستان پر وړاندې د افغان لوبډلې یو ټیسټ او درې پنځوس آوریزه سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه اعلان کړل.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به په هېواد دننه له آريانا ټلويزيون څخه خپرې شي.

ځوان سوریانشی وایی که چیرته زه پوره شل اورونه ولوبوم نو د ګریس ګیل د 175 منډو ریکارد په شل اوره لوبو کی ماتوم او 200 منډ...
26/05/2026

ځوان سوریانشی وایی که چیرته زه پوره شل اورونه ولوبوم نو د ګریس ګیل د 175 منډو ریکارد په شل اوره لوبو کی ماتوم او 200 منډو ته ځان رسوم.
څه نظر لری؟

نن هم د ای پي ایل ليګ د لومړي کواليفاير لوبه د ګجرات او بنګلور ترمنځ ترسره کيږي👀
26/05/2026

نن هم د ای پي ایل ليګ د لومړي کواليفاير لوبه د ګجرات او بنګلور ترمنځ ترسره کيږي👀

ګلبدین نایب او حسن عسی خیل ته زړونه❤️
25/05/2026

ګلبدین نایب او حسن عسی خیل ته زړونه❤️

‏د ای پي ال ګروپي سیالۍ ختمې شوې او څلور غوره لوبډلې یې معلومې شوې: بنګلور، ګجرات، حیدراباد او راجستان.په بله معنا په دې...
25/05/2026

‏د ای پي ال ګروپي سیالۍ ختمې شوې او څلور غوره لوبډلې یې معلومې شوې: بنګلور، ګجرات، حیدراباد او راجستان.

په بله معنا په دې لوبډلو کې ګجرات یوازینۍ لوبډله ده چې افغان لوبغاړی لري: راشد خان.
د عظمت، نور او غضنفر لوبډلو دویمې مرحلې ته لاره ونه کړای شوه.

د څلور غوره لوبډلو مرحله څنګه کېږي؟
د سه شنبې په ورځ به د ګروپ لومړی او دویم مقام لرونکي لوبډلې، بنګلور او ګجرات، لوبه کوي: کوالیفایر ۱
هره لوبډله یې چې ګټې مستقیمآ فاینل ته ځي. ماته شوې لوبډله به انتظار کوي چې د درېیم او څلورم مقام لرونکو لوبډلو، حیدراباد او راجستان، ترمنځ یې څوک ګټي: د ایلیمنیټر لوبه.
د دوی ترمنځ بایلونکې لوبډله به خپل کور ته ځي او ګټونکې لوبډله به یې د اولې لوبې له بایلونکې سره، چې یا به بنګلور وي او یا به ګجرات، لوبه کوي چې فاینل ته لاره پیدا کړي: کوالیفایر۲.

فاینل یې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د هند احمداباد کې دی.

A proud father ❤️
24/05/2026

A proud father ❤️

Shreyas Iyer’s first IPL hundred ends Punjab Kings’ six-match losing streak and keeps their playoff dream alive!
24/05/2026

Shreyas Iyer’s first IPL hundred ends Punjab Kings’ six-match losing streak and keeps their playoff dream alive!

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Cric Tracker posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Cric Tracker:

Share

Category