25/02/2026
مونږ دا وخت افغان لوبډله کې یوازینی ثابت او یو داسې توپوهونکی چې په هر فارمټ کې توپوهنه کولای شي، ټیکنیکل لوبیږي او بې جوړې دی؛ هغه«ابراهیم ځدران» دی. زما د خوښې بیټر. که دی په بیټینګ کې نه وي، زمونږ بیټینګ دېپارتمېنټ سقوط بوله. هغوی چې په کریکټ پوهیږي، په دې حتمي پوهیږي چې«لوبډلمشري» څومره درون او له فشاره ډک دنده ده چې د یو چا په اوږو کېښودل کېږي. زه شخصاً هېڅ ددې طرفدار نه یم چې«ابراهیم» دې لوبډلمشر شي، ځکه په دې کار سره د نوموړي توپوهنه زیانمنه کېږي او د ده بیټینګ خرابېدل د ټول بیټینګ دېپارتمېنټ تباهي ده. دا حالت په تېرو کلونو کې په هغه څو لوبو کې تجربه هم شو چې ابراهیم په کې کېپتاني وکړه. «راشد خان» نباید یوازې د شل اوریز فارمټ کېپتان پاتې شي؛ بلکې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري هم باید ورکړل شي.
J B