01/11/2023
ﺯه ورته نوي افغانان وايم،
کډې يې راغلې او را روانې هم دي،
هيله ده چې ښه احساس سره مخ شي،
دغه را روان خلک پرته له شکه ﺯمونږ دي خو په ياد مې دي هلته ځينو اوسېدونکو ته به مو چې دوطن ياده کوله کبرجن غوندې کېدل بهٔ ويل به يې; دا وطن دې په تاسې مبارک وي مونږ دبيا راتلو هېڅ کوم پلان نه لرو;"مړى مې دې هم خداى وطن ته نه راوړي".ډېرو يارانو خو به الې داشى🇵🇰 هم په سينه ټومبلى و دخداى ﺯارۍ به مو ورته کولې چې وه مخلوکه! ﺯمونږ دمجبوريت حد معلوم دى هماغه حد کې خپلې شپې سبا کوئ نه د عوامو مينه ثابته ده او نه دخواصو خو يارانو راسره نه منله پر وطن او مونږ يې خندل نن ورته پېغور نه ورکوم خو فقد ورته يادوم چې هر چېرې ياست وطن مهٔ هېروئ، وطن، وطن وي بس همدومره;
پردى کټ تر نيمو شپو وي.
وطن مور وي دمور غيږې ته مو خداى راوله وطندارانو!
_______________
پردي وطنونه که هر څومره ښه وي، ويي دې ځکه ﺯمونږ نه دي،
وطن هغه ځاى دى چېرته چې دنيکه او نيا قبرونه وي.
__________
هيله کوم هغه اسنادو والا عزيزان دې هم را وليږي. 😶