14/08/2026
🤲🕌 د کرکټ له میدان څخه د لمانځه تر صفونو پوري 🏏❤️
د SCL - Surobi Champions League سیالۍ یوازې د کرکټ یوه سلسله نه وه؛ بلکې د ورزش ترڅنګ د ایمان، یووالي او ورورولۍ ښکلی انځور هم و. ❤️
د لوبو د تودو شېبو په منځ کې، په سلګونو مینه وال چي د کرکټ نندارې ته راټولیدل، هره ورځ د لمانځه د وخت په داخلیدو سره؛ د هر څه نه مخکې یې د خپل رب عبادت ته لومړیتوب ورکړی وو. 🤲
دغو ښایسته صحنو یو ځل بیا وښودله چې بریا یوازې په میدان کې نه ده؛ تر ټولو ستره بریا د الله تعالی رضا ده. 🕌✨
🏏 کرکټ د میدان لوبه او شوق دی،
🤲 خو لمونځ د زړه سکون دی.
الله تعالی دې زموږ په ټولنه کې د ورورولۍ، اتفاق او د لمانځه دا ښکلي صحنې تلپاتې کړي. آمین. 🤲❤️
🕌🏏❤️
🏆🏏🔥