17/07/2026
کیوبایان له افغانانو څلور ځله کم نفوس او شپږ ځله کمه ځمکه لري، خو بیا یې هم یوازې په خارج کې د بوختو روغتیایي متخصصينو د معاشونو له درکه کلنی عاید ۹ ملیارده ډالره دی؛ چې د افغانستان د ټولې ملي بوديجي نږدې څلور چنده کېږي.
له کيوبا بهر ۵۰ زره کیوبايي روغتيايي کارکوونکي د نړۍ په ۶۷ هېوادونو کې روغتيايي نظامونو ته تکيه ورکوي او د نړیوالې روغتيا په تأمين کې په لوړ اعتبار په خدمت بوخت دي.
په کیوبا کې د ننه په بېلګيز ډول د مور-ماشوم د صحت کچه له متحده ایالاتو سره په داسې حال کې برابره ده چې په کلني ډول هر کیوبایی تر هر امریکايي کابو ۲۰ چنده کم روغتيايي لګښت پرې کوي.
ددې لاسبرۍ ترټولو څرګند سبب د کیوبا د انقلاب د مشرانو هغو ژمنو ته وفاداري ده چې د صحت او تعلیم د عامولو په اړه یې خپل ولس ته ورکړې وې. دوي د خلکو ترمنځ د فساد د ورکاوي او د عدالت د تأمین شعار پورته کړی و؛ او ویل به یې چې ترڅو خلک باسواده نشي د عدالت له غوښتنې عاجز دي او ترڅو چې روغتیا ونلري د پاتې عدالت تأمین ناممکن دی.
ځکه خو یې د انقلاب په لومړي کال د بې سوادۍ د ورکولو لپاره ملي کمپاين پیل کړ؛ یو لک او پنځه ويشت زرو داوطلبو باسوادانو ته یې نظامي درېشۍ ورواغوستې او په غرونو او بانډو کې یې د خلکو د باسواده کولو لپاره مارش کړل چې له برکته یې په ډېره لږه موده کې د ولس د سواد کچه ۳۰٪ پورته ولاړه. بیا یې د شلوزرو مکتبونو کمپاین پیل کړ، چې له برکته یې ښوونیز پوښښ تکمیل او حتې په غرونو کې معیوبو ماشومانو ته هم داسې ټولګي جوړ شول چې کله به یې د شاګردانو شمېر تر څلورو کسو تجاوز نه کاوه.
بیا یې د طب لپاره خاص مسیر پرانیست او په وړیا یې دداسې ډاکټرانو په روزلو لاس پورې کړ چې د خپل ولس په منځ کې اوسېږي، نیمه ورځ د عام پوهاوي د لوړولو کار په مخ وړي او پاتې وخت په سیمه ایزو کتنځايونو کې ولس تداوي کوي. ددوي ډاکټران بهر ته د تګ لپاره له دولت سره تړون کوي چې د خپل معاش یوه برخه به بیت المال ته رااستوي او د اړتیا یا امر په صورت کې به بې له ځنډه وطن ته راګرځي.
د فساد د ورکاوي لپاره یې واضح اصول او پرېکنده جزاوې اعلان کړې چې له مخې یې په دولتي تصفیه کې د انقلاب د مشر ترټولو نږدې ملګری او محبوب جنرال ارنالډو اوچوا له ډېرو نورو مشرانو سره د فساد په تور ونيول شول او د اسنادو له کره کېدلو وروسته په اعدام محکوم شول. د انقلاب مشر د محکمې پرېکړه تائید کړه، ویې ویل چې ملګری اوچوا په ما ګران دی خو کیوبا ترهغه ارزښتمنه ده، او بیا یې په ډزو ددوي د وژلو حکم ورکړ.
اوس د کیوبا ۹۹.۹۸ فیصده ولس داسې باسواده دی یوازې په لیک لوست نه پوهېږي بلکې د سواد منځنۍ کچه یې د نهم ټولګي معادله ده. هغه هم داسې چې د ملګرو کلتونو د ارزونو له مخې د کيوبا د ښوونځي عادي شاګرد په يوه معياري امتحان کې د جنوبي امريکا د هر هېواد له شاګرده دېرش فيصده لوړې نومرې وړلاي شي.
د کیوبا روغتیايي خدمات نه یوازې دا چې باکیفیته او مطلق دولتي دي بلکې درمل یې هم له ګاونډي متحده ایالاتو معمولاً له ۲۰ تر۲۰۰۰ چنده پورې ارزانه دي.
کیوبا له چا پوروړې يا د چا تر حمايې لاندې هم نده، بلکې له يوې سختې اقتصادي محاصرې سره له ۶۷ کلونو راهيسې پنجې نرموي خو بيا هم د باسواده او روغ ملت په مټ په يوه متخاصم چاپېریال کې دنګه غړۍ توره برېښوي.
ــــــــــــ
نوټ:
۱. زه خاورین د تحصیلي او روغتيايي نظامونو د مطالعې په بهیر کې څه موده وړاندې د قطر هیواد په شمال کې کیوبايي روغتون (المستشفی الکوبي) ته ورغلم ترڅو یې له ډاکټرانو سره د زړه خواله وکړم او ددې برلاسۍ ستراتېژي ترې وپوښتم.
په تصویر کې د قطر هغه کیوبايي روغتون لیدلای شئ چې ټول (یا یې اکثره) کارکوونکي کیوبايان دي.
۲. ښه به نه وي چې په یو رنګين ماښامنی بنډار کې پدې وغږېږو چې مونږ افغانان چېرې يو، څه کوو او څرنګه مو برخليک دومره بدلېداي شي؟
ــــــــــــ
څيړنه او لیکنه: ډاکټر کلیم الله وردګ