20/12/2025
په باران کې د موټر چلولو درې مهمې لارښوونې
1️⃣ سرعت کم وساته
باران سړک ښوی کوي، نو په تېز رفتار کې موټر ژر کنټرول له لاسه وځي. تل له عادي حالته ورو وچلوه.
2️⃣ د موټرو ترمنځ واټن زیات کړه
په لوند سړک کې بریک ناوخته نیسي، ځکه نو له مخکیني موټر سره مناسب واټن وساته.
3️⃣ چراغونه (Headlights) بل وساته
چراغونه نه یوازې تا ته لار ښيي، بلکې نور چلوونکي هم ستا موټر ښه ویني، په ځانګړي ډول د سخت باران او دوړو کې.
عکس زوم که او وګوره چي موټر کي نقطه چشي ده 😊