12/11/2025
له صنعتګرو او سوداګرو سره د ملا عبدالغني برادر په غونډه کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، و ویل، سوداګر باید ژر تر ژره د پاکستان بدیلې لارې ولټوي.
هغه زیاته کړه چې له دې خبرتیا وروسته که هر سوداګر پاکستان ته صادرات او واردات کوي د ستونزو رامنځته کېدو پر مهال ورسره د افغانستان اسلامي امارت هیڅ ډول همکاري نه کوي.