31/05/2026
نن د ای پي ال پایلوبه ده. ګجرات له بنګلور سره لوبېږي. راشد خان د ګجرات لوبډلې کې دی.
راشد خان په خپل انستاکرام کې لیکلي دي: خوشحال یم چې فاینل ته ووتو، په فاینل کې به خپله ټوله هڅه کوم…
راشد خان په وروستیو دوو لوبو کې ښه ونه ځلېده، خو دی په دغه ټول ای پي ال کې یوازینی افغان او یوازینی ورو توپ اچوونکی دی چې تر بل هر ورو توپ اچوونکي یې ډېر کسان، ۱۹ ، سوځولي دي.
راشد په دا ډول کرکټ کې بې ساری لوبغاړی بلل کېږي او دا استعداد او کمال لري چې تر هرې بدې لوبې وروسته بلې لوبې ته بېرته ښه راوګرځي او ښه وځلېږي.
هیله ده نن یې همداسې یوه ورځ وي او د ګجرات د کپتان ګېل عقل کار وکړي او پوه شي چې راشد د لوبې په کوم وخت کې توپ اچوونې ته راولي او اوورونه یې ښه وکاروي.