29/08/2026
فټنس؛ د غوره فعالیت بنسټ 🏏💪
د راشد خان کرکټ اکاډمۍ په روزنیز پروګرام کې د لوبغاړو فټنس او فزیکي چمتووالي ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
په دې تمرین کې کوچ لوبغاړو ته د فټنس اړوند تمرینونه عملي ورښيي او د بدن د چمتووالي، تمرین د سمې طریقې او د لوبغاړو د فزیکي وړتیا د لوړولو په اړه مهمې سپارښتنې ورسره شریکوي، ځکه په عصري کرکټ کې فټنس یوازې چمتووالی نه؛ د غوره فعالیت یوه مهمه برخه ده.