22/02/2026
عثمان او ایمان!🥰☝️
د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي عثمان خواجه چې څه موده وړاندې له هر ډول کریکټ لاس په سر شو بیا یې ژمنه وکړه، چې د خپل پلار هیله به بشپړوي او په هغه پسې د ثواب په پار به په سېډني کې جومات جوړ کړي. هغه د خپل پلار هیله بشپړه کړه او د جومات ترڅنګ یې مدرسه هم ورغوله، تازه په تازه پکې تراویح ترسره شوې، وایي په مدرسه کې به ماشومان په وړیا توګه دیني زده کړو ته دوام ورکړي.
Highlights