Lawagn Jan

Lawagn Jan سلام نیکی هیلی

21/07/2023
06/06/2023

د_افغانستان_40_پاچاهان_په_314_کلنو_کې
له 1707 څخه تر 2023 میلادی او 1086څخه تر 1400 هجري لمريز پورې
1- میرویس خان 1707 - 1715 پورې 8 کاله.
2- عبدالعزیز خان 1715 - 1716 پورې 1 کال.
3- شاه محمود 1716- 1724 پورې 8 کاله.
4- شاه اشرف 1724 - 1728 پورې 5 کاله او 8 مياستې.
5- شاه حسین 1729 - 1737 پورې 8 کاله.
6- احمدشاه ابدالي 1747 - 1772 پورې 26 کاله.
7- شهزاده سلیمان 1772 - 1772 پورې يو څو ورځې.
8- تیمور شاه 1772 - 1792پورې 29 کاله.
9- شاه زمان 1792 - 1801 پورې 9 کاله.
10- شاه محمود 1801 - 1803 پورې 2 کاله.
11- شاه شجاع 1803 - 1811 پورې 8 کاله.
12- شاه محمود دويم ځل 1811 - 1829 پورې 18 کاله.
13- د بارکزيو ګډه واکمني 1829 - 1835 پورې 6 کاله.
14- امیر محمد عظیم خان 1835 - 1839 پورې 4 کاله.
15- شاه شجاع دويم ځل 1839 - 1842 پورې 3 کاله.
16- امیر دوست محمد خان 1843 - 1863 پورې 20 کاله.
17- امیر شیر علي خان 1863 - 1866پورې 3 کاله.
18- امیر محمد افضل خان 1866 - 1867 پورې 1 کال.
19- امیر محمد عظیم خان 1867 - 1868پورې 1 کال.
20- شیر علي خان بار دويم ځل 1868 - 1879 پورې 11 کاله.
21- امیر محمد یعقوب خان 1879 - 1880 پورې 1 کال.
22- امیر عبدالرحمن خان 1880 - 1901 پورې 21 کاله.
23- امیر حبیب الله خان 1901 - 1918 پورې 18 کاله.
24- امیر آمان الله خان1918 - 1928پورې 10 کاله.
25- سردار عنایت الله خان1928 - 1928پورې څو ورځې
26- امیرحبیب الله کلکاني ( سقاو زوی)1928 - 1929پورې 9مياشتې.
27- محمد نادر شاه1929 - 1933 پورې 4کاله او 1 مياشت.
28- محمد ظاهرشاه1933 - 1973پورې 39کاله او 8 مياشتې.
29- سردار محمد داود خان1973 - 1978پورې 4 کاله او 9 مياشتې.
30- نور محمد تره کی1978 - 1979پورې 1 کال او 4 مياشتې.
31- حفیظ الله امین1979 - 1979پورې 3 مياشتې او 12 ورځې.
32- ببرک کارمل1979 - 1986پورې 6 کاله او 4 مياشتې.
33- حاجي محمد څمکنی1986 - 1986پورې څو ورځې.
34- ډاکتر نجیب 1986 - 1992پورې 6 کاله.
35- صبغت الله مجددي1992 - 1992پورې 2 مياشتې.
36- برهان الدین رباني1992 - 1996پورې 3 کاله او 9 مياشتې.
37- ملا محمد عمر مجاهد1996 - 2002پورې 5 کاله.
38- حامد کرزی2002 - 2014پورې 13 کاله.
39- اشرف غني 2014 - 2021پورې 7 کاله.
40- ملا محمد حسن آخند 2021 - 2023

معلومات د ګران افغانستان په اړه یو ځل یي ولولۍ:
1. ا

⭕ د انسان د بدن په اړه ښکلی معلومات !①  معده ( Stomach ) هغه وخت په تکلیف کی وی کله چې انسان د سهار ناشته نه کوی .② بښتو...
28/04/2023

⭕ د انسان د بدن په اړه ښکلی معلومات !

① معده ( Stomach ) هغه وخت په تکلیف کی وی کله چې انسان د سهار ناشته نه کوی .

② بښتورګی ( Kidneys ) هغه مهال د خطر احساس کوی کله چې انسان په ۲۴ سعاته یو ګلاس اوبه هم نه څښی .

③ تریخی ( Gall Bladder ) هغه وخت په مشکل کی وی کله چې انسان د شپی تر ۱۱ بجو نه ویده کیږی او له لمر راختلو مخکی راپورته کیږی نه .

④ کوچنی کولمی ( Small Intestines ) هغه وخت پریشانه وی کله چې تاسی یخ مشروبات څښئ او سړه ډوډۍ خورئ .

⑤ غټی کولمی ( Large Intestine ) هغه مهال ستړی وی کله چې انسان ډیر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی خواړه خوري .

⑥ سږی ( Lungs ) هغه وخت زیات تکلیف احساسوی کله چې تاسی د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کی ساه اخلئ .

⑦ ځیګر ( Liver ) هغه وخت تکلیف احساسوی کله چې تاسی ډیر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ .

⑧ زړه ( Heart ) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږی کله چې انسان ډیر کولیسټرول لرونکی خواړه وخوري .

⑨ سترګی ( Eyes ) هغه وخت په تکلیف کیږی کله چې په تیاره کی پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تیزه رڼا پریوزی .

۱⑩ دماغ ( Brain ) هغه مهال ډیر ستړی وی کله چې تاسی منفی فکر کوئ

د لمانځه احکامپه لمانځه کې ١٤ فرض، ٧ واجب، ١٤ سنت، ١٠ مکروه او ١٤ ماتیدونکي دي.د لمانځه فرایض: په لمانځه کې فرايض ۱۴ دي ...
27/01/2023

د لمانځه احکام

په لمانځه کې ١٤ فرض، ٧ واجب، ١٤ سنت، ١٠ مکروه او ١٤ ماتیدونکي دي.

د لمانځه فرایض:
په لمانځه کې فرايض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چې شرطونه ورته وایي او شپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي.

د لمانځه شرطونه:
(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)
(۲)د جامې پاکوالی
(۳)د لمانځه د ځای پاکوالی
(۴)د بدن پاکوالی
(۵)د عورة پټول د سړی عورت د نامه نه لاندی تر زنګنو پوری او ښځه ټول عورت دی مګر مخ، لاسونه تر مړوندونو او پښې تر ګیټو پورې عورت نه دی.
(۶)قبلی ته مخ اړول
(۷)نیت کول
(۸) وختونه پیژندل

د لمانځه (رکنونه):
(۱)تکبیرافتتاح
(۲)قیام (ولاړه )
(۳)قرآت
(۴)رکوع
(۵)سجده
(۶)آخره قعده وروستۍ ناسته

یادونه: که د پورته څخه یو هم پاتې شي لمونځ نه صحیح کیږيل.

د لمانځ واجبات:
د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي:
(۱) د الحمدلله لوستل
(۲)لومړۍ قعده
(۳)په وروستۍ قعده کی تشهدلوستل
(۴)امام لپاره په جهری لمانځه کی په جهر لوستل
(۵)د خفیه (په پټه) لوستلو په ځای کې په پټه لوستل
(۶)وترو کی دعاء قنوت لوستل
(۷)د رکنونو برابرول

که د پورته څخه کوم شي په سهوه پاتې شي سجده سهوه لازمیږيل.

د لمانځه سنت:
د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دي.
(۱)د تکبیر تحریمی سره لاسونه د غوږنو پوری اچتول
(۲)نامه لاندې ښی لاس په چپ لاس ایښودل
(۳)سبحان ویل
(۴)اعوذ بالله ویل
(۵)بسم الله ویل
(۶)آمین ویل
(۷)سمع الله لمن حمده ویل
(۸)ربنا لک الحمد ویل
(۹)درکوع تسبیحات
(۱۰)دسجدی تسبیحات ویل
(۱۱)اوله قعده کی تشهد ویل
(۱۲)اخرورکعتونوکی الحمد لله ویل
(۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل
(۱۴)سلام ګرځول

د لمانځه مکروهات:
په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږی
(۱)بې عذره پلتۍ وهل
(۲)په لاس دآیتونو شمیرل
(۳)څنګلی خورول په سجده کی
(۴)په سترګو ښی اوچپ طرفته کتل
(۵)بی عذره سترګی پټول
(۶)دسجد ی ځای نه ګیټۍ لری کول په هغه صورت کی چی تکلیف نه جوړوی
(۷)ستومانی ویستل
(۸)خوله وازی کول
(۹)په جامه لوبی کول
(۱۰)د صف نه وروسته یوازې ودریدل

د لمانځه ماتونکی:
د لمانځه ماتونکی ۱۴ دي.
(۱)بې عذره غاړه تازه کول
(۲)پرنجی کونکی (تريچونکي) ته یرحمک الله ویل
(۳)د خپل امام نه غیر بل چا ته فتح ورکول
(۴)لااله الاالله ویل که مقصد یې چا ته جواب ورکول وي
(۵)عورت لوڅیدل
(۶)د مصیبت د وجې جرا کول
(۷)د سلا م جواب

د لمانځه

08/08/2022

Address

مینه ناک
Kabul

Telephone

+93771222878

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Lawagn Jan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share