05/10/2026
د سپين غر کرکټ اکاډمۍ د ویاړ شېبه
د سپين غر کرکټ اکاډمۍ تکړه او زيارکښو لوبغاړو نومان سالاري او عمران محمدي ته د افغانستان د نوولس کلنو ملي کرکټ لوبډلې ته د انتخاب او راتګ له امله له زړه مبارکي وړاندې کوو.
دا ستره لاسته راوړنه یوازې د نومان او عمران بریا نه ده، بلکې د هغوی د کورنیو، روزونکو او د سپين غر کرکټ اکاډمۍ د ټولو مینهوالو لپاره د ویاړ او خوښۍ ورځ ده.
سپين غر کرکټ اکاډمي د ځوانو استعدادونو د روزنې، پرمختګ او د هغوی د خوبونو د پوره کېدو لپاره یو مهم روزنیز مرکز دی. اکاډمي هڅه کوي چې د مسلکي روزنې، نظم، زحمت او سالم سپورتي چاپېریال له لارې داسې لوبغاړي وروزي چې د افغانستان د کرکټ راتلونکی لا روښانه کړي.
نومان او عمران د همدې هڅو ښکلی مثالونه دي. هیله ده چې په ملي لوبډله کې هم د خپل استعداد، زحمت او غوره اخلاقو په وسیله د افغانستان نوم لوړ کړي.
نومان سالاري او عمران محمدي! ملي نوولس کلنې لوبډلې ته مو راتګ مبارک شه!
ستاسې بریا د سپين غر د راتلونکو اتلانو لپاره الهام دی.
سپين غر کرکټ اکاډمي — د استعدادونو روزنځای، د راتلونکو اتلانو کور.