23/08/2022
د سوپر ليګ يوه ورځنيو لوبو مخکښه اته لوبډلي به د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړيوال جام ته مستقيم لار پيدا کوي.
پاتې لوبډلي به د غوراوي سيالۍ ترسره کوي.
افغانستان اوس په دوولس سياليو کي په لس برياوو سره د سوپر ليګ په جدول کي پنځم مقام کي دی.
د افغان لوبډلي څلور سيريزونه لا هم بې سرنوشته دي، چي له هند پاکستان سريلانکا او اسټراليا هيواد سره دی.
سخته به وي چي افغان لوبډله په اوسنيو سلو نمرو دي مستقيم لار پيدا کړي، خو دا ناممکنه هم نه دي.
که سیریزونه وکړو ان شاالله چې مخکې به ځو ..
او که لاندې لوبډلې چې له موږ یې نمرې کمې دي څو سیریزونه یو بل ته وبایلي بیا هم زموږ ګټه ده.
په دې هیله چې کرکټ بورډ د دغه سیریزو تر سره کولو لپاره لاس په کار شي.