24/04/2026
په جلال اباد ښار کې د کرکټ يوه بله معياري کرکټ اکاډمي جوړيږي
د جلال آباد ښار بهسودو پل ترڅنګ فوټبال لوبغالي سره د نسيم سرخرودي په نوم يوه بله خصوصي کرکټ اکاډمي جوړیږي.
د دغه اکاډمي د لومړي فاز له کارونو څخه نن ورځ د ننګرهار کرکټ ولايتي ادارې مشر محمدالله نجم هم ليدنه وکړه او د دغه ډول مسلکي اکاډميو جوړيدل يې د ننګرهار کرکټ پرمختګ لپاره يو ډير مهم ګام وباله، همدا ډول يې له مسوولينو څخه هم مننه وکړه چې د کرکټ برخه کې سرمايه ګذاري کوي.
Naseem Sarkhorodi