Shinwari Media

Shinwari Media د لوی افغانستان ښکلا زموږ سره ننداره کړئ!

ننګرهار ولایت میمله باغ 😍د چکر لپاره ښه ځای دی 🌲🌲
19/05/2026

ننګرهار ولایت میمله باغ 😍
د چکر لپاره ښه ځای دی 🌲🌲

نن د شینواري نیمه لوړو زده کړو انستیتیوت په انګړ کې د استقلال ښوونیز مرکز د دوهمې څانګې د پرانیستې مراسم په رسمي او شاند...
15/05/2026

نن د شینواري نیمه لوړو زده کړو انستیتیوت په انګړ کې د استقلال ښوونیز مرکز د دوهمې څانګې د پرانیستې مراسم په رسمي او شانداره ډول ترسره شول. په دغو مراسمو کې د انستیتیوت مسؤلینو، استادانو، زده کوونکو، د سیمې مشرانو او ګڼ شمېر میلمنو ګډون کړی و.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ویناوالو د زده کړو پر ارزښت، د ځوان نسل پر علمي روزنې او د تعلیمي مرکزونو پر پراختیا هر اړخیزې خبرې وکړې. هغوی وویل چې د استقلال ښوونیز مرکز د دوهمې څانګې پرانیسته به د سیمې زده کوونکو ته د باکیفیته او معیاري زده کړو لا زیات فرصتونه برابر کړي.
د مراسمو په لړ کې د نوې څانګې د پرانیستې پټۍ پرېکولو ځانګړي مراسم هم ترسره شول، چې ورسره د استقلال ښوونیز مرکز دوهمه څانګه په رسمي ډول پرانیستل شوه. ګډونوالو دغه اقدام د سیمې د تعلیمي پرمختګ او د ځوانانو د علمي ودې لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام وباله.
همدارنګه د پروګرام ترڅنګ له زده کوونکو څخه ازمایښتي کانکور ازموینه هم واخیستل شوه. د یادې ازموینې موخه د زده کوونکو د علمي سویې ارزونه او د راتلونکې کانکور ازموینې لپاره د هغوی ښه چمتووالی و. زده کوونکو د دغه ډول ازموینو ترسره کېدل ګټور وبلل او ویې ویل چې دا کار د دوی د علمي وړتیاوو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د غونډې په پای کې مسؤلینو ژمنه وکړه چې د زده کوونکو د علمي ظرفیت لوړولو او د معیاري زده کړو د پراختیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

📢 زرین فرصت د کانکور ګډونوالو لپاره!هغه ځوانان چې د کانکور ملي ازموینې ته یې ثبت‌نام کړی، د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیش...
13/05/2026

📢 زرین فرصت د کانکور ګډونوالو لپاره!

هغه ځوانان چې د کانکور ملي ازموینې ته یې ثبت‌نام کړی، د الحاج ډاکټر جمال خان فاونډیشن له لوري ورته یو ځانګړی او ګټور فرصت برابر شوی دی.

د دې پروګرام له مخې به د استقلال د کانکور معیاري او مخکښې امادګۍ د تجربه لرونکو استادانو له خوا د کانکور معیاري ازمایښتي ازموینه واخیستل شي.

📚 د ازموینې څخه وړاندې به ګډونوالو ته د کانکور اړوند مهم تخنیکي موضوعات او لارښوونې په عملي او تفصیلي ډول وړاندې شي، ترڅو زده کوونکي وکولای شي د کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی ولري.

✅ له ټولو هغه زده کوونکو څخه چې دا مهال په یوولسم او دولسم ټولګي کې زده کړې کوي، په درنښت هیله کیږي چې په دې مهمه ازموینه کې ګډون وکړي.
ازموینې وخت: راتلونکي جعمې ورځ د سهار 8:00 بجې.

📍 پته:
د شینوارو ولسوالۍ مارکو بازار، جړ غاړه، د اټوما پایې ترڅنګ،
د شینوارو تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ انګړ.

الله دی دخیر باران کړيننګرهار شینوار او بارانې موسم ستاسو خوا څه حالت دی؟
10/05/2026

الله دی دخیر باران کړي
ننګرهار شینوار او بارانې موسم ستاسو خوا څه حالت دی؟

د شينوارو لپاره دوو اطفايو رسماً پرانيسته وشوه.د شينوارو شپږ ګونو ولسواليو سربېره د کوټ، بټي کوټ، لعلپورې او مهمندرې ولس...
09/05/2026

د شينوارو لپاره دوو اطفايو رسماً پرانيسته وشوه.
د شينوارو شپږ ګونو ولسواليو سربېره د کوټ، بټي کوټ، لعلپورې او مهمندرې ولسونه هم د اورلګيدنې پر مهال لۀ یادو اطفايو څخه استفاده کولای شي.

د شینوارو لوی ولسوالۍ د اطفايې امريت د ۲۴ ساعته نوکريوالۍ فعاله شميره: 0775980580

کابل جان دارالامان ماڼۍ 😍
06/05/2026

کابل جان دارالامان ماڼۍ 😍

طبيعيت   🌲♥کونړ، وټپور ولسوالۍ مناګي سېمه. #وطن❤
02/05/2026

طبيعيت 🌲♥
کونړ، وټپور ولسوالۍ مناګي سېمه.
#وطن❤

د خپل وطن ښکلا زموږ سره ننداره کړﺉ 😍
01/05/2026

د خپل وطن ښکلا زموږ سره ننداره کړﺉ 😍

د څرک ښوونیز مرکز د کمپیوټر ډیپارټمنټ د لسمې دورې د شاګردانو د فراغت شانداره غونډهنن ورځ د شینواري نیمه لوړو زده کړو انس...
29/04/2026

د څرک ښوونیز مرکز د کمپیوټر ډیپارټمنټ د لسمې دورې د شاګردانو د فراغت شانداره غونډه
نن ورځ د شینواري نیمه لوړو زده کړو انستیتیوت په انګړ کې د خوښۍ او ویاړ فضا خپره وه، ځکه چې د څرک ښوونیز مرکز کمپیوټر ډیپارټمنټ د لسمې دورې د شاګردانو د فراغت مراسم په خورا شانداره او منظم ډول ولمانځل شول. دا غونډه چې د علم، زحمت او بریا یو ښکلی انځور و، د استادانو، زده‌کوونکو، والدینو او معزز مېلمنو په کې حضور درلود.
مراسم د قران کریم په مبارکو آیتونو پیل شول او وروسته د مرکز مسئولینو او استادانو په خپلو ویناوو کې د زده‌کوونکو د هڅو، لاسته راوړنو او راتلونکو هیلو ستاینه وکړه. هغوی ټینګار وکړ چې دا فراغت د پای ټکی نه، بلکې د یوې نوې لارې پیل دی چې پکې به زده‌کوونکي خپل مهارتونه په عملي ډګر کې وکاروي.
فارغانو هم د خوښۍ ترڅنګ د خپلو احساساتو څرګندونه وکړه او ویې ویل چې د دې مرکز زده‌کړو هغوی ته نه یوازې تخنیکي پوهه ورکړه، بلکې د ژوند د پرمختګ لپاره یې اعتماد او انګیزه هم ورزده کړه.
د غونډې په پای کې فارغانو ته تصدیق‌نامې او ستاینلیکونه ورکړل شول، او دا شېبې د عکسونو، خوښیو او یادګارونو په ثبتولو سره لا ښکلې شوې.

28/04/2026

#

کابل جان 😍
28/04/2026

کابل جان 😍

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shinwari Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share