22/12/2025
د پاکستان هيواد څخه راستنيدونکو افغان مهاجرينو لپاره بيخي اړينه خبرتيا !
د افغان مهاجرینو د پام وړ یو څو مهمې خبرې.
1- کله چې کډه وړئ نو د هرڅه نه مخکې د خپلو ټولو کارتونو رنګینه فوټو کاپیانې اوباسۍ او ځان سره یې محفوظې وساتۍ!
2- کله چې تورخم ته رسیږئ نو تورخم کې نادره لخوا درته په لاس ټاپه وهل کیږي کوشش اوکړۍ چې دا ټاپه درڅخه ورانه نشي کنئ افغانستان کې په هیڅ ډول ځان مهاجر نشۍ ثابتولی.
3- کله چې د تورخم ګېټ څخه تیریږئ نو په اول قدم کې به د ااا د چارواکو لخوا درته جوس اوبه بیسکټ وغیره درکول کیږي او په خورا عزت به مو خپل هیواد ته په تللو هرکلی کیږي او پس د هغې به د استخباراتو د پوستې د اراکینو سره مخ کیږئ هغوی به له تاسو داسوالونه کوي، له کوم ځای راغلئ،کور کې څومره نفر یاست وغیره؟
4- دې پسې به د مهاجرینو د iom ریاست، یونیسیار او
استازو سره مخ کیږئ هغوئ به هم معلومات درنه اخلي او یوه غټه ورقه چې سکریننګ ورته ویل کیږي درکوي، دلته که ته پي او آر کارتونه لرې نو یونیسیارته معرفي کیږې او که اي سي سي کارتونه درسره وي یا بیخي کارت نلرې نو دې صورت کې iom ته معرفي کیږې.
5- پس له هغې درته د ااا لخوا مقرر شوي موټر منتظر ولاړوي هغه موټرو کې مو تر عمري کمپ رسوي، عمري کمپ کې درته کمپلیکس جوړ دی ددغه کمپلیکس مخته مو له ګاډو کوزوي، نو د کډو خاوندان به هلته موجود وي د نظم کمیټې ته تورخم کې ورکړل شوې فورمه ورکوي، د نظم کمیټه به یې انتري کوي او ټوکن به ورکوي.
6- چې ټوکن ترلاسه کړئ نور به نو کمپلیکس ته ننؤزئ! TKRکمپلیکس کې به فورمه درکول کیږي همدغه فورمه تاسو ته د نمرې یعني ځمکې او نورو کومکونو درکولو بانک اکونټ وګڼئ او خوندي یې وساتئ.
7- له دې وروسته مو د کورنۍ د پنځلسو کلونو پورته غړو باییو میترک کیږي او د کورنۍ د غړو تعداد مو رسماً له اړونده وزارت سره شریکیږي.
8- بیا درته سیمکارت درکوي چې د همدې سیمکارت په ذریعه به یونیسیار، دولتي iom ادارې او د کومک په اړه درسره رابطه کوي نو مهرباني اوکړئ سیمکارت مو له ځان سره خوندي وساتئ!
9- آيي او ایم دفتر به یوه توره پرچه درکوي چې دابه هم له ځان سره خوندي ساتئ ولې چې د همدې پرچې له طریقه به کومک درسره کیږي او د آیي او ایم دفتر د عمري کمپ څخه بهر د ټول پلازې سره موقعیت لري.
10- په یاد مو وي چې یونیسیار له هغو کورنیو سره مرستې کوي چې د کور سرپرسته یې زنانه وي او یاهم په کور کې معذور کس یا کسان ولرئ، نو که چکن د زنانه په سرپرستۍ کې وشي ممکن د ښه کومک حقدارشئ.
11- پس له دې ستا داوسیدلو د ځای په حساب کرایه درکول کیږي کور دې لرې دی یانږدې له هغه ځای پورې کرایه عمري کمپ کې درکول کیږي، مطلب د موټر کرایه.
12- کله چې د کډې موټر روان شي د کمپ په اخري حدوداتو کې د ااا دولت لخوا د مالي کمیټې لخوا درسره نقدي مرسته کیږي که د کورنۍ غړي مو پنځه نفره وي لس زره افغانۍ درکول کیږي، که له پنځو څخه مو د کور غړي کم وي، نو د هر غړي په سر دوه زره افغانۍ درکول کیږي.
13- کله چې د خپل اوسیدلو ځای او کورته رسیږئ نو کوشش اوکړۍ چې د سامان ځای په ځای کولو څخه وروسته مو خپلې د مهاجرت پرچې د مهاجرینو ریاست ته یوسئ، او هلته یې ثبت کړۍ! ترڅو د ااا دولت لخوا د نمرو د ویش او کومکونو څخه پاتې نشئ، ولې چې که مهاجرینو ریاست کې مو د مهاجرت پرچه ثبت نکړه، نو د یونیسیار او نورو مؤسساتو له کومک څخه به محروم پاتې شئ.
14- عمري کمپ ته په تللو ښه په زړورتوب سره د مربوطو چارواکو سره خبرې اوکړئ!
او خپل مشکلات ورته ټول په سړه سینه بیان کړئ!.
15- اخري خبره دا چې افغانستان ته په تللو هیڅ مه خفه کیږئ!
په لومړیو کې به لږ بې روزګاره شئ خو الله ج مهربانه دی هرڅه به وروسته سم شي، او ټول خلک به په کارونو بوخت شي.
د مشرانو خبره د لوږې هدیرې نه دي جوړې شوي. چې خوله یې راته سورۍراکړې ده نو رزق به هم رارسوي، د الله ج په وحدانیت او تمام مخلوق ته په رزق ورکولو ایمان ولرئ، د الله ج هزار قسم مخلوقات موجود دي. یواځينی انسان دی چې مزدوري کوي نور هیڅ مخلوق مزدوري نکوي خو بیاهم د ورځې په منونو او ټنونو غوښه الله ج ورته رسوي هغه هم مکمل تر او تازه، وار هیڅ خطاء نکړئ خپل ګران هیواد ګران افغانستان ته راځۍ لخیره، الحمدالله اوس مو خپل خوږ وطن افغانستان جوړ دی. او هر انسان ته پکې الله ج رزق ورکوي.
ملګرو پوسټ درسره شئیر کړئ چې ټولو مهاجرینو ورونو ته ورسیږي.
دا پوسټ د نورو سره شریک کړٸ