Utmanzai Cricket Ground

Utmanzai Cricket Ground Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Utmanzai Cricket Ground, Sports Team, Jalalabad.

اتمان زلمو الف او ب کرېکټ لوبډلو په خپلو جلا جلا سياليو کې ښې لوبې ترسره کړې او برياوې يې خپلې کړې.د هزار ناو په چمن کرې...
03/06/2026

اتمان زلمو الف او ب کرېکټ لوبډلو په خپلو جلا جلا سياليو کې ښې لوبې ترسره کړې او برياوې يې خپلې کړې.

د هزار ناو په چمن کرېکټ لوبغالي کې اتمان زلمو الف لوبډلې د افغان اسلاميه خصوصي ښوونځي کرېکټ لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړه.

د لوبې پچه اتمان زلمو الف لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې د عبدالله د چټکو ۶۸ منډو پر مټ ۱۳۰ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.

د هدف ترلاسه کولو لپاره افغان اسلاميه خصوصي ښوونځي کرېکټ لوبډله ميدان ته ښکته شوه، خو د اتمان زلمو الف لوبډلې د منظمې توپ اچونې پر وړاندې يې يوازې ۶۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۲ منډو په توپير وبايلله.

د اتمان زلمو الف لوبډلې لپاره عبدالله ۶۸، رشاد خطري ۲۸ او سفير ۱۶ منډې ترسره کړې. د افغان اسلاميه خصوصي ښوونځي لوبډلې لپاره مجاهد او شفيق هر يوه يو ـ يو لوبغاړی وسوځاوه.

بل پلو، د باسول په کلينيک لوبغالي کې اتمان زلمو ب لوبډلې د هزار ناو سوپر کينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه اتمان زلمو ب لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې ۱۰۸ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۰۹ منډو هدف وټاکه.

د هدف ترلاسه کولو لپاره د هزار ناو سوپر کينګ لوبډله ميدان ته ښکته شوه، خو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې يوازې ۸۷ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۲ منډو په توپير وبايلله.

د اتمان زلمو ب لوبډلې لپاره حيات الله ۲۸ او حفيظ الله ۲۵ منډې ترسره کړې، همدارنګه حفيظ الله په توپ اچونه کې ۳لوبغاړي وسوځول او د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ولوباوه.

17/02/2026
نن ورځې پاې لوبې ته راغلي مینوال💞
17/02/2026

نن ورځې پاې لوبې ته راغلي مینوال💞

د اتمانزو ځوانانو کرکټ جام د څلور غوره لوبډلو ترمنځ د لوبو مهالوېش په لاندې ډول ترتيب شوي _____________________________د...
15/02/2026

د اتمانزو ځوانانو کرکټ جام د څلور غوره لوبډلو ترمنځ د لوبو مهالوېش په لاندې ډول ترتيب شوي
_____________________________
دوشنبه ۲۰۲۶/۲/۱۶ سهار ۹ بجي
لومړي سيمی فائنل
چمن سوپر سټار vs هزار ناو کينګز

غرمه لس نيمې بجی
هزار ناو سوپر سټار vs کټه خيل ايګلز
______________________________
نوټ: ټولي لوبډلې بايد په ټاکلي وخت او ورځ لوبو ته حاضري شي که چيری کومه لوبډله په ټاکلي وخت او ورځ لوبو ته حاضره نشي بيا د شکایت خق نلري.

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – دريم پړاو سیالۍ!نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کې کټه خيل ايګل او تورخم عمري کميسارۍ ل...
05/02/2026

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – دريم پړاو سیالۍ!

نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کې کټه خيل ايګل او تورخم عمري کميسارۍ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه.

د لوبې ټاس کټه خيل ايګل لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکلي 7 اورونو کې د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو سره 130 منډې جوړې کړې.

په ځواب کې تورخم عمري کميسارۍ لوبډلې یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او کټه خيل ايګل لوبډلې د 93 منډو په توپير سره د لوبې بريا خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی: فريد

د لوبې سټايلش لوبغاړی: فرهاد

د لوبې بڼه بدلونکی لوبغاړی: سميع

د لوبې ګټونکی لوبډلمشر: ايمل

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳)  پړاو سیالۍ نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کې ملتان سلطان او هزارناو سوپر سټار...
05/02/2026

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳) پړاو سیالۍ
نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کې ملتان سلطان او هزارناو سوپر سټار لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه.

د لوبې بچه (ټاس) ملتان سلطان لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکلي 8 اورونو کې د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 69 منډې جوړې کړې.

په ځواب کې هزارناو سوپر سټار لوبډلي یاد هدف پوره کړل او د ملتان سلطان لوبډلي څخه يي د 7 لوبغاړو په توپیر سره د لوبي بريا خپله کړه.

تيره ورځ 2026/2/3 د اتمانزو ځوانانو کرېکټ جام د دريم پړاو سياليو په لړ کې د شمشاد ايګل او چمن سوپر سټار لوبډلو ترمنځ سيا...
05/02/2026

تيره ورځ 2026/2/3 د اتمانزو ځوانانو کرېکټ جام د دريم پړاو سياليو په لړ کې د شمشاد ايګل او چمن سوپر سټار لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه چې چمن سوپر سټار لوبډلې پکې بريا خپله کړه.

د لوبې پچه چمن سوپر سټار لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلي ۸ اورنو کې يې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷منډې وکړې، چې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۱۸ منډو هدف وټاکه.

د هدف په پوره کولو کې شمشاد ايګل لوبډله پاتې راغله چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ټولې ۱۱۳منډې ترسره، او د ۴منډو په توپير يې لوبه يې وبايلله.

د لوبې غوره لوبغاړی: عمران کابلی
د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی: بلال ليفټي
د لوبې سټايلېش لوبغاړی: ستار شينواری
د لوبې ګټونکی لوبډلمشر: مزمل
او د کتاب او نغدي ډالۍ ګټوونکی: شمس ونومول شول.

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳)  پړاو سیالۍ!نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي امان ټايګر لوبډله او کينګ سټار ل...
04/02/2026

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳) پړاو سیالۍ!

نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي امان ټايګر لوبډله او کينګ سټار لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

د لوبی ټاس امان ټايګر لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکلي 8 اورونو کې د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو سره 115 منډې جوړې کړې.

په ځواب کې کينګ سټار لوبډلي یاد هدف پوره کړل او د امان ټايګر لوبډلي څخه يي د 8 لوبغاړو په توپیر سره د لوبي بريا خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی: کرزي

د لوبې سټايلش لوبغاړی: انصار

د لوبې بڼه بدلونکی لوبغاړی: عتیق

د لوبې ګټونکی لوبډلمشر: رفيع

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳)  پړاو سیالۍ!نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي باسول لمر لوبډله او اتمان 3 سټار...
04/02/2026

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳) پړاو سیالۍ!

نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي باسول لمر لوبډله او اتمان 3 سټار لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

د لوبی ټاس باسول لمر لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکلي 7 اورونو کې د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 63 منډې جوړې کړې.

په ځواب کې اتمان 3 سټار لوبډلي یاد هدف پوره کولو کي پاتي راغله او باسول لمر لوبډلي د 1 منډي په توپیر د لوبي بريا خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی: صادق

د لوبې سټايلش لوبغاړی: هدايت

د لوبې بڼه بدلونکی لوبغاړی: سجاد

د لوبې ګټونکی لوبډلمشر: خایسته نور

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳)  پړاو سیالۍ!نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي بهايي سټار لوبډله او هزارناو ايګ...
03/02/2026

اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳) پړاو سیالۍ!

نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي بهايي سټار لوبډله او هزارناو ايګل لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

د لوبی ټاس بهايي سټار لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکلي 8 اورونو کې د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 120 منډې جوړې کړې.

په ځواب کې هزارناو لوبډلي یاد هدف پوره کولو کي پاتي راغله او بهايي سټار لوبډلي د 26 منډو په توپیر د لوبي بريا خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی: حميد

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93778089285

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Utmanzai Cricket Ground posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category