16/07/2026
🏏🔥 د نازیان ځوانانو کرکټ کلب له لوري د ځواکمنې لوبې ننداره! 🔥🏏
د ننګرهار ولایت د انټرکلب سیالیو په لړ کې نازیان ځوانانو کرکټ کلب په خپلې دویمې لوبې کې د کوچیان ځوانانو لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو په ډګر کې یې خپل قوت یو ځل بیا ثابت کړ.
د پچې له ګټلو وروسته نازیان ځوانانو د توپوهنې پرېکړه وکړه او د خپلو توپوهونکو د غوره لوبې په مټ یې په ۵۰ اورونو کې د ۴۷۳ منډو غر هومره هدف وټاکه.
🌟 د لوبې ستوري:
🏏 ولید احمد – ۱۵۶ منډې په۸۰ توپونو
🏏 حنیف – ۱۴۷ منډې په ۱۳۰ توپونو
🏏 اکرام – ۵۲ ناسوځېدلې منډې په ۳۰ توپونو
🏏 حضرت عمر – ۴۷ منډې په ۴۵ توپونو
🎯 د توپ اچونې اتلان:
⭐ اسرار ملنګ – ۴ ویکټې
⭐ سهارولي – ۳ ویکټې
⭐ عبدالبصیر – ۲ ویکټې
⭐ محمد وقاص – ۱ ویکټه
دا بریا د لوبغاړو د نه ستړې کېدونکو هڅو، غوره ټیمي همغږۍ او پیاوړي عزم ښکاره بېلګه ده. د نازیان ځوانانو کرکټ کلب ټولو لوبغاړواو مینهوالو ته د دې سترې بریا مبارکي وایو.
💚 نازیان ځوانان؛ د استعداد، یووالي او بریا نوم!