AZIZI XI Cricket Club

AZIZI XI Cricket Club Develope and support Cricket players to Afghanistan cricket in domestic and junior Levels.

۲۵/۷/۱۴۴۵د ننګرهار ولایت د کرکټ بورډ نوی آمر مسئولینو ته ور وپېژندل شو.د ننګرهار ولایت مقام د بشري سرچينو رئيس مولوي محم...
06/02/2024

۲۵/۷/۱۴۴۵
د ننګرهار ولایت د کرکټ بورډ نوی آمر مسئولینو ته ور وپېژندل شو.
د ننګرهار ولایت مقام د بشري سرچينو رئيس مولوي محمد طاهر جلالي له لوري د کرکټ بورډ نوی آمر محمد الله نجم د يادې ادارې کار کوونکو او مسئولينو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې دنده پيل کړه.

د ولایت بشري سرچينو رئیس د کرکټ بورډ مخکيني آمر ضياءالرحمن قريشي د کړنو ستاينه وکړه او نوي آمر ته يې په چارو کې د بريا هيله وکړه.
نوموړي وويل، چې کرکټ بورډ هغه اداره ده چې په کې ځوانان بهر کې د هېواد نوم لوړولو او هېوادوالو خوښۍ په موخه لوبيږي او ځان سره وياړونه راوړي.
هغه د کرکټ بورډ مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې نوي ځوانان د کرکټ په برخه کې ښه و روزي، حقدار او وړ ځوانان ملي لوبډلې ته جزب کړي ترڅو په راتلونکې کې هېواد لپاره ښه لوبه وکړي.

د کرکټ بورډ د کورنيو کرکټ عمومي مسئول نظيم جار عبدالرحيمزي وويل، چې ننګرهار د کرکټ کور وو، چې يو څه موده له پاملرنې غورځول شوی وو؛ خو يو ځل بیا به هڅه کوو ترڅو خپل پخوانی نوم ترلاسه کړي او خوښي يې وښوده چې د مخکيني آمر په هڅو ډېر کار تر سره شوی دی.

د ننګرهار ورزش او بدني روزنې رئیس عبدالسلام وزيروال وويل، چې کرکټ په نړۍ کې معتبره لوبه ده او هيله يې وښوده چې په راتلونکې کې په ملي ټيم کې له دې ولایت څخه ښه لوبغاړي وګورو همدا راز يې له مسئولینو څخه د يووالي غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د کرکټ بورډ مخکيني آمر ضياءالرحمن قريشي په دې ولايت کې د کرکټ بېرته په پښو درولو او نوښتونو رامنځته کولو کې د خپلو کړنو په اړه معلومات شریک کړل همدا راز يې د پرمختګونو ساتنې وړانديز ترڅنګ نوي آمر ته په چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار د کرکټ بورډ نوي آمر محمدالله نجم د مخکيني آمر د کړنو قدرداني وکړه، نوموړي وويل، چې دې ولایت ته پخوا د کرکټ کور لقب ورکړل شوی او هڅه به کوو چې دغه نوم وساتو همدا راز يې د لوبغاړو په ښې روزنې او حق حقدار ته سپارلو کې ډاډ څرګند کړ.

ننګرهار ولایت رسنیو دفتر:
https://twitter.com/nmic8/status/1754821824045543814?t=D2m_5XLLwFvPT9eM99x77Q&s=19

1️⃣0️⃣0️⃣د قریشي کلب پیاوړی ځوان لوبغاړی عابد محمدي د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو په روان بهیر کې د سپین غر لوبډلې په ...
14/06/2022

1️⃣0️⃣0️⃣
د قریشي کلب پیاوړی ځوان لوبغاړی عابد محمدي د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو په روان بهیر کې د سپین غر لوبډلې په ګټه د بندامیر لوبډلې پر وړاندې 117* ناسوزېدلي منډې ترلاسه کړې، لا وځلېږي قاري ګله 😍.
Abid Mohammadi

د قریشي کرکټ کلب دواړو پیاوړو لوبغاړو سلیمان عربزي او عابد محمدي ته په شپګیزه لیګ کې د اخیستلو مبارکي وایو. په یاد لیګ ک...
11/06/2022

د قریشي کرکټ کلب دواړو پیاوړو لوبغاړو سلیمان عربزي او عابد محمدي ته په شپګیزه لیګ کې د اخیستلو مبارکي وایو.
په یاد لیګ کې د دواړو د ځلېدو په هیله.
Abid Mohammadi
Suliman Arabzai

د قریشي کلب پیاوړی لوبغاړی او د ننګرهار ب لوبډلې لوبډلمشر عابد محمدي نن په روان وزیر محمد اکبر خان لومړي درجه ولایتي سیا...
23/03/2022

د قریشي کلب پیاوړی لوبغاړی او د ننګرهار ب لوبډلې لوبډلمشر عابد محمدي نن په روان وزیر محمد اکبر خان لومړي درجه ولایتي سیالی کی د ACB Xl لوبډلې پر وړاندې 74 منډې وکړې او د مقابلې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوزول او ننګرهار ب لوبډله یی بریا ته ورسوله.
لا وځلیږې قاري ګله

Address

Jalalabad City
Jalalabad

Telephone

+93787733255

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AZIZI XI Cricket Club posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to AZIZI XI Cricket Club:

Share

Category