23/09/2025
ننګرهار انټر کلب 2025
پنځمه پرلپسې بريا، فقير وهاب کرکټ کلب کوچيان ټايګر کرکټ کلب ته هم ماتي ورکړه، فقير وهاب کرکټ کلب لومړئ توپ وهنه تر سره کړه ، او په ټاکلې 50 اورونو کې د 9 لوبغاړو سوځیدو سره 302 منډو هدف وټاکه ، فقير وهاب کلب لپاره توپ وهنه کې زبيد اکبري71 اصف موسی زی 70 عبيد عرب 44 اکبر حسين شينواري 27 او عبدالرشيد ناصري 25* ناسوځېدلې منډې وکړې ،
په جواب کې کوچيان ټايګر د ټولو لوبغاړو سوځیدو سره 244 منډې وکړې او د 57 منډو توپير سره يي ماتې ومنله ،
فقير وهاب کرکټ کلب لپاره توپ اچونه کې عباد نورې 4 عبدالرشيد ناصري 2 شاهد اللّٰه محمدې 1 او اصف موسی زی 1 لوبغاړې وسوځوو او لوبډله يي بريا ته ورسوله، فقير وهاب کرکټ کلب مشر تابه ټول ټيم او مينه والو ته دې ډير ډير مبارک وي.
لا وځليږئ هلکانو
Faqir Wahab Group of Companies