30/10/2023
د ۲۰۲۳م کال کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې افغانستان سریلانکا ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان دریمه بریا ده. تر دې دمخه یې انګلستان او پاکستان ته هم ماتې ورکړه وه. سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف ټاکلی وو. افغانستان دغه هدف په ۴۶ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ. د افغانستان له لوري رحمت شاه، کپتان حشمت شاهدي او عظمت الله عمرزي پنځوسیزې وکړي. شاهدي او عمرزی د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول. افغانستان اوس د ۶ نمرو په لرلو سره په جدول کې پنځم ځای لري
ټول افغان ولس ته د مبارک وی
د اباد افغانستان په هیله .