23/08/2025
امیر افغان
غزني: تمدن لوبډلې د غزني انټرکلب سیالیو کې ستره بریا خپله کړه د غزني ولایت د انټرکلب سیالیو په لړ کې تمدن لوبډلې د قلعه جوز لوبډلې ته د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه. په دې لوبه کې قلعه جوز لوبډلي د پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه او د پنځه ویشتو اورونو په لوبولو سره یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. دوی سیالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه. په توپوهنه کې مومن حیدر ۳۹ او عبدالوکیل ۳۵ تر نورو ډیري منډې جوړې کړي. د تمدن لوبډلي لخوا محمد رحیم جلالزي ۵ او عصمت الله ۱ لوبغاړي وسوځول. تمدن لوبډله وتوانېده چې ټاکل شوی هدف د لوبې په اته ویشتم اور کې د څلورو ویکټي په زیان پوره کړي. د دې لوبډلې لپاره محمد یعقوب ۵۳ او محمد امین ۳۳ منډې جوړې کړې. د قلعه جوز لوبډلي لپاره جاویدالرحمن او عبدالوکیل یو یو لوبغاړی وسوځول. د لوبې غوره لوبغاړی د تمدن لوبډلې تکړه توپ اچونکی محمد رحیم جلالزی ونومول شو.