18/09/2025
که چيري د ماشین حساب (کلکولیټر له دې بټنونو سره نااشنا ياست ،
1 بټن GT (Grand Total کلي مجموعه
دا بټن ټول هغه نتایج چې تاسو په کلکولیټر کې حساب کړي وي، یوځای ښيي.
مثال: که څو بېلابېل حسابونه کړي وي او غواړئ د ټولو مجموع وګورئ، د GT بټن فشار کړئ، ټولټال (Grand Total) به ښکاره شي.
2 بټن M+ (Memory Plus / جمع په حافظه کې)
دا بټن یو عدد د کیلکولیټر په حافظه کې اضافه کوي.
څنګه کار کوي:
که "50" داخل کړئ او M+ فشار کړئ، عدد په حافظه کې خوندي کیږي.
که وروسته "30" داخل کړئ او بیا M+ فشار کړئ، مجموع حافظه به اوس 80 شي (50 + 30 = 80)
3. بټن M- (Memory Minus / کمول د حافظې څخه)
دا بټن یو عدد د حافظې څخه کموي.
څنګه کار کوي:
که حافظه 80 ولري او تاسو "20" داخل کړئ او M- فشار کړئ، حافظه به 60 شي (80 - 20 = 60)
4 بټن MRC (Memory Recall & Clear / یادآوری او پاکول)
دا بټن دوه کارونه کوي:
1. اول ځل فشار ورکول: حافظه کې ساتل شوی عدد ښکاره کوي (Recall).
2. دوهم ځل فشار ورکول: حافظه پاکوي (Clear).
5 بټن +/- (تغییر علامت عدد)
دا بټن د عدد علامت بدلوي.
څنګه کار کوي:
که "25" داخل کړئ او +/- فشار کړئ، عدد به "-25" شي.
بیا +/- فشار کړئ، عدد به "+25" ته واړول شي.
6بټن MU (Mark-Up / د ګټې محاسبه)
دا بټن عموماً د پلورونکو لپاره د ګټې د محاسبې لپاره کارول کیږي.
څنګه کار کوي:
که د یو توکي قیمت "500" افغانۍ وي او غواړئ 20٪ ګټه ور اضافه کړئ:
1. "500" داخل کړئ
2. MU فشار کړئ
3. "20" داخل کړئ او بیا % فشار کړئ
4. کیلکولیټر د ګټې سره قیمت ښکاره کو
MU: د پلورونکو لپاره خورا ګټور دی.